Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په زابل کی به ډېر ژر هوایی ډگر جوړشی

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

چارواکی وایي:

د ماليې وزارت  په کلنۍ بودیجه کی د دې ولایت لپاره یو ميلیون امریکایی دالر ځانگړي شوي، چې په نوي کال کی به پرې هوایی ډگر ورغول شي.

په ولسي جرگه کې د دغه ولایت استازى وایي:

دغه بودیجه دهوایی ډگر لپاره کمه ده.

د زابل ولايت چارواکي په ډاگه كوي، چې:

له زیاتو ستونزو سره سره په دي وتوانیدو، چی د ماليې وزارت په کلنۍ بودیجه کی د دي ولایت د هوایی ډگر د جوړلو لپاره نژدې یو میليون امریکایی دالر ځانگړي شي.

د زابل مرستیال او سرپرست والي محمد جان رسولیار وایي:

که څه هم دغه بودیجه د دې میدان  د جوړولو لپاره بسنه نه کوي، خو د میدان سکیج او اندازه معلومه شوې او کار به يې په نوي راروان کال کی پیل شي.

په ولسی جرگه کی د دې ولایت د خلکو استازى حمیدالله توخی وایي، چې:

د دې میدان په جوړولو به د خلکو ډېرې ستونزې اوارې شی.

نوموړى زیاتوي، چې:

په  ولسی جرگه کې د دې میدان د جوړولو پر سر له زیاتو ناندریو سره مخ شوی يم، خو د دغه هوایی ډگر د منظورۍ  امر مې ترلاسه کړى دى.

د یادوني وړده، چی په زابل كې له دې وړاندی د الوتکو لپاره هوایی ډگر موجود نه و. د دې میدان په جوړولو به د خلکو هغه ستونزي لږ شي، چی تر دې دمه ورسره مخ دي.

زابل د هېواد یو سرحدي ولایت دی، چی دولتی کسان یی هم د لويې لار پر سر د امنیتي  ستونزو له كبله د تگ راتگ ستونزې لري.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

Published

on

ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»

د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوه‌یم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.

د ایران د ادعا په اړه د امریکا له‌خوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنه‌یي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچ‌اخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

Continue Reading

Last Updated on: وری ۱۷, ۱۴۰۵

د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

Published

on

په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!