سیمه ییز خبرونه

په زابل کې د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالي كچه راټيټه شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په زابل کې چارواکي د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالي د پېښو له کموالي خبرورکوي.

هغه غونډه، چی د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالي  د مخنيوي په موخه د زابل په مرکزكلات کی جوړه شوی وه په کې لسگونه میرمنو او دولتي چارواکو گډون کړى و.

د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالي دا غونډه د سه شنبي په ورځ(د ليندۍ۱۴) په قلات کې د ښځو چارو په ریاست کی جوړه شوې وه، چی په کې د دې ولایت لسگونه میرمنو او دولتي چارواکو گډون کړى و.

په غونډه کی د ښځو چارو ريیسې ښاغلې صدیقې جلالي په خپلو خبرو کې د دې ولایت د ښځوعامه ذهنونه روښانه وبلل او زیاته یې کړه، چې:

اوس په زابل كې میرمنې او ځایي اوسیدونکي د عامه پوهاوي له لارې د ژوند پرارزښت پوهیدلي، چې له كبله یې د تاوتریخوالي پېښې لږ شوې دي.

صدیقې جلالي پردولتي ادارو او نړیوالو مرستندویه ادارو غږ وکړ، چې:

د میرمنو د پرمختگ لپاره دې ډاډمنې اسانتیاوې برابرې كړي، چې د فقرمخنیوى وشي.

د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار په تېرو درې کلنو کې د دې ولایت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د لږوالي خبرورکړ.

نوموړي وویل، چې:

په تېرو څو کلونو کې دلته کومه داسې پېښه نده رامنځته شوې، چې یوه ښځه دې د کورني تاوتریخوالي ښكارشوې وي.

د زابل چارواکي پداسې حال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو له لږوالي خبر ورکوي، چې په دې ولایت کې څه موده وړاندی د ښځو چارو ریاست د څلوربېلابېلو پېښو، چې په کې د سوزونې، وژنې، زهرخوړلو پېښې شاملې وې، خبر ورکړى و.

Trending

Exit mobile version