Connect with us

تازه خبرونه

په سعودي عربستان، قطر او ترکیه کې خبرو منطقي پایله نلرله

دغه رازاسحاق ډار زیاته کړې؛ اسلام آباد د افغانستان په اړه ښه نیت لري او له طالبانو څخه یې یوازنۍ غوښتنه دا ده، چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد ونه‌کاروي.

خپور شوی

د

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په خپله کلنۍ وینا کې یوې رسنیزې ناستې ته ویلي: “په سعودي عربستان کې له طالبانو سره خبرې اترې کومې منطقي پایلې ته ونه‌رسیدې. لکه څنګه یې، چې په قطر او ترکیه کې پایله نلرله.”

دغه رازاسحاق ډار زیاته کړې؛ اسلام آباد د افغانستان په اړه ښه نیت لري او له طالبانو څخه یې یوازنۍ غوښتنه دا ده، چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد ونه‌کاروي.

 هغه هیله څرګنده کړې، چې د سراج الدین حقاني څرګندونې به د ستونزو په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د افغان عالمانو له‌خوا د نورو هیوادونو پر وړاندې د خپل هیواد د خاورې د کارولو په اړه د وروستۍ فتوا هرکلی کړی دی.

دغه راز نوموړي یو ځل بیا له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کار وانخلي او څرګندوي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ځنډولو اصلي دلیل دی.

هغه وایي: “د طالبانو حکومت (اسلامي امارت) ځواب د قناعت وړ ندی او د وسلوالو پر وړاندې هیڅ ډول کوټلي اقدام نه‌کیږي.”

پاکستانيو چارواکو تل ادعا کړې؛ په پاکستان کې بریدونه د افغانستان د وسلوالو له‌خوا تنظیم کیږي، چې دا تور پر ځلونو اسلامي امارت رد کړی دی.

تازه خبرونه

پولیسو په هرات ولایت کې د وسلوالو غلو ۹ کسیزه ډله ونیوله

د هرات امنيې قوماندانۍ د رسنیو او عامه اړیکو آمریت زیاته کړې؛ له يادو کسانو څخه يو ميل تمانچه، ترلاسه شوې او تر څارنې لاندې دي.

Published

on

د هرات امنیه قومنداني د دولسمې امنیتي حوزې منسوبينو د شنبې پر ورځ( د مرغومي شپږمه )  په يو لړ کشفي عمليات کې د وسلوالو غلو ٩ کسیزه ډله، چې د دې ولايت له عامو خلګو څخه يې ټیليفونونه او وسایط غلا کول نيولې ده.

د هرات امنيې قوماندانۍ د رسنیو او عامه اړیکو آمریت زیاته کړې؛ له يادو کسانو څخه يو ميل تمانچه، ترلاسه شوې او تر څارنې لاندې دي.

همدارنګه د دوی دوسیې به له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي څانګو ته وسپارل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابل د اسرائیلو له‌خوا د سومالیا‌لینډ پر رسمیت پېژندل وغندل

د هېواد بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا ډول کړنه به د سیمه‌ییزې سولې او ثبات لپاره منفي پایلې ولري.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د یکشنبې پر ورځ د اسرائیلو له‌خوا د سومالیا‌لینډ بېلتون غوښتونکي سیمې پر رسمیت پېژندل وغندل او دا یې د یو اسلامي هېواد د وېش او له نړیوال قانون څخه سرغړونه وبلله.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا ډول کړنه به د سیمه‌ییزې سولې او ثبات لپاره منفي پایلې ولري.

اسرائیلو د جمعې پر ورځ سومالیا‌لینډ د یو خپلواک دولت په توګه پر رسمیت وپېژاند، چې دا کړنه د ټولو اسلامي او عربي هېوادونو له‌خوا وغندل شوه.

سومالیا‌لینډ، چې په ۱۹۹۱ کال کې له سومالیا څخه د خپلواکۍ د اعلان راپدېخوا رسمي پېژندنه نلري؛ د یوې خپلواکې، سیاسي او امنیتي ادارې په توګه فعالیت کوي، چې مرکزي حکومت نشي کولی پرې کنټرول ولري.

د سومالیا حکومت دا سیمه د خپلې خاورې نه بېلېدونکې برخه ګڼي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان خلک باید د خپل برخلیک د ټاکلو حق ولري – عراقچي

د ایرنا خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ عراقچي روسیې ته د خپل وروستي سفر په لړ کې له یوه پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي امنیت په ګډون د اوبو، مخدره توکو او مهاجرت ستونزې ناحله پاتې دي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د روسیې په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال ويلي، چې په افغانستان کې خلک باید د خپل برخلیک او د حکومت د بڼې د ټاکلو حق ولري.

د ایرنا خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ عراقچي روسیې ته د خپل وروستي سفر په لړ کې له یوه پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي امنیت په ګډون د اوبو، مخدره توکو او مهاجرت ستونزې ناحله پاتې دي.

هغه زیاته کړې: “مونږ باید په افغانستان کې له شته حکومت سره خبرې وکړو، چې وکولی شو دا ننګونې اداره او د ایران او افغانستان د دواړو ملتونو ګټې ډاډمنې کړو. مونږ تر دې دمه په افغانستان کې شته حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی او باور لرو، چې په افغانستان کې ټول خلک باید د حکومت د بڼې او خپل برخلیک په ټاکلو کې حق ولري؛ خو مونږ به د افغانستان له حکومت سره خپلې خبرې اترې روانې ساتو.”

د یادونې ده، چې اسلامي امارت ویلي؛ افغانانو په افغانستان کې داسې حکومت جوړ کړی، چې ټول قومونه په کې ځان ویني.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!