سوداگري
په سعودي عربستان کې د افغانستان له محصولاتو هرکلی وشو
دغه نندارتون د ۲۰۲۶ز.کال د سېپټمبر له اووهویشتمې څخه تر نههویشتمې جوړ شوی و، چې افغان شرکتونو په کې وچه مېوه، مغز لرونکي توکي، درمل، د انارو اوبه او د مېوو جوسونه نندارې ته وړاندې کړل.
پېنځه افغان شرکتونو د سعودي عربستان د ۲۰۲۶ز.کال د جدې په خوراکي نندارتون کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کړل، چې د سعودي پېرودونکو له هرکلي سره مخ شوي دي.
دغه نندارتون د ۲۰۲۶ز.کال د سېپټمبر له اووهویشتمې څخه تر نههویشتمې جوړ شوی و، چې افغان شرکتونو په کې وچه مېوه، مغز لرونکي توکي، درمل، د انارو اوبه او د مېوو جوسونه نندارې ته وړاندې کړل.
د اروپايي ټولنې پر مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)د خوړو او کرنې ادارې (FAO)، د کډوالۍ نړیوالې ټولنې (IOM) او د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) پر همکارۍ د افغانستان د ټولنې د مقاومت پروګرام په دې نندارتون کې د افغان شرکتونو له ګډون ملاتړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د څرګندونو له مخې، د دغه پروګرام موخه د زیانمنو کورنیو او خلکو لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول او له افغان تولیدوونکو سره مرسته کول دي، چې کورنیو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی ومومي.
تېر کال په دوه نړیوالو نندارتونونو کې د دغه پروګرام تر ملاتړ لاندې افغان شرکتونو د ۲۵ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز فرصتونه ترلاسه کړي دي.
ټاکل شوې، چې د هند په ممبۍ ښار کې د «اناپورنا انټر فوډ» په نړیوال نندارتون کې هم، چې د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر له نهمې تر یوولسمې جوړیږي؛ له ۸ څخه تر ۱۰ پورې نور افغان شرکتونه هم خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.