بلخ @ps

په سمنګانو کې د یوې درندې چاودنې مخه ونیول شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په سمنګانو کې د یوې چاودنې مخنیوی کړی دی.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د دوی کارکوونکیو د دغه ولایت د ایبکو په اړوند ښاري سیمه کې یو ځانمرګی له چاودیدونکيو توکو سره له پېژندنې وروسته  نیولې دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانمرګي چاودیدونکِ  توکي په یو موترسایکل کې ځای په ځای کړي وه.

په خبرپاڼه کې نیول شوی کس لعل محمد مشهور په عاشق الله ښودل شوی، چې د طالبانو د یو قومندان طلحه نومي له خوا د ایبکو په ښاري سیمه کې چاودنې ته هڅول شوی و.

ویل کیږي، چې طالبان په خپلو بریدونو او چاودنو کې افغان امنیتي ځواکونه خپله موخه ګرزوي؛ خو په ډېرو چاودنو کې ملکي وګړي د پوځیانو په پرتله زیانمن شوي دي. 

Trending

Exit mobile version