سیمه ییز خبرونه
په سمنگانو كې د څه نا څه اته ميليون ډالرو په ارزښت برېښناكوټ پرانيستل شو
په سمنگان ولايت كې د څه باندې اته ميليون ډالرو په ارزښت برېښناكوټ جوړ او د اوبو او انرژۍ د وزير له خوا پرانيستل شو.
د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل وايي:
دا برېښنا كوټ د دې توان لري، چې ۲۵ زره كورنيو ته منظمه او پرلپسې برېښنا وركړي.
د دې پروژې پيسې نړيوال بانك وركړي دي.
د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعیل ، چې د جمعې په ورځ(د مرغومي لومړۍ) يې سمنگانو ته سفر كړى، وايي:
د اقتصادي ودې او سوداگرۍ د پرمختگ لپاره دا گټور اقدام دى او په دې ولايت كې به د بې كارۍ كچه هم را وغورزوي.
نوموړي څرگنده كړه، چې:
د ايبك ښار اوسيدونكي به له دې وروسته ۲۴ساعته برېښنا ولري.
نوموړى زياتوي:
ترراتلونكيو څو ورځو به د فيروز نخچير ولسوالۍ ته د برېښنا د غزولو تړون، چې پرې نهه ميليون ډالر لگښت راځي او المان يې وركوي، هم لاسليك شي.
د اوبو او انرژۍ وزير وايي:
د دې ولايت اړوند ولسواليو ته به د برېښنا غزول كرنه نوره هم پراخه كړي.
سمنگان شپږ ولسوالۍ لري، چې ډېرخلك يې په كرنه او بڼوالۍ بوخت دي.