تازه خبرونه

په سوریه کې جگړه مذهبي شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوریي جنگ اوس مذهبي رنگ اخیستی او ورسره بهرني شیعه گانو او په خاص ډول افغان شیعه گانو سوريې ته مخه کړې ده؛ ویل کیږي، چې دغه جگړه ماران د بشارالاسد له وفادارو سرتېرو سره اوږه په اوږه د داعش او نورو مخالفو وسلوالو سره جنگیږي.

یو شمېر لویدیځ رسنۍ وايي، چې د لس او شل زره ترمنځ افغان شیعه گان سوريي ته تللي دي؛ سوريې ته د دغو کسانو د تگ په تړاو ډېر جزئیات نشته؛ خو ویل کیږي، چې هغوی د مذهبي ځایونو د ساتلو او بشارالاسد د رژیم په پلوۍ جنگیږي.

د فاطمیون لوا د افغان شیعه جگړه مارانو د ډلې نوم دی او پاکستاني شیعه گان بیا د “زینبیون د لوا” ترنامه لاندې راټول شوي او په سوريه کې جنگیږي.

د برتانیا گارډین ورځپاڼې د راپور پر بنسټ د فاطمیون لوا په سوريه کې د بهرنيو جگړه مارانو دوه یمه لویه ډله ده.

گاردین لیکي، چې د افغان شیعه جگړه مارانو د استخدام مرکز د ایران په قم او مشهد ښارونو کې دی.

Trending

Exit mobile version