تازه خبرونه
په شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
په مسکو کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: ګل حسن حسن د روسیې له دولتي خبري سرچینې تاس سره په مرکه کې په دې اړه د افغانستان له چمتووالي خبر ورکړی او څرګندوي؛ افغانستان چمتو دی، چې استازی یې وکولی شي د شانګهای همکاریو ټولنې په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي او د دې ټولنې په اړوند هڅو کې یو ځل بیا فعاله ونډه ولري.
د روسیې لپاره د افغانستان سفیر ویلي، چې د مسکو او بېجینګ د پرلهپسې هڅو په پایله کې د شانګهای همکاریو ټولنې ډېری غړي هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې د افغانستان فعال ګډون بیا ممکن او عملي دي.
په مسکو کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: ګل حسن حسن د روسیې له دولتي خبري سرچینې تاس سره په مرکه کې په دې اړه د افغانستان له چمتووالي خبر ورکړی او څرګندوي؛ افغانستان چمتو دی، چې استازی یې وکولی شي د شانګهای همکاریو ټولنې په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي او د دې ټولنې په اړوند هڅو کې یو ځل بیا فعاله ونډه ولري.
افغانستان له دې مخکې د شانګهای همکاریو ټولنې ناظر غړی و؛ خو له تېرو څلور کلونو راپدېخوا یې غړیتوب ځنډول شوی دی.
د شانګهای همکاریو ټولنه په ۲۰۰۱ کال کې رامنځته شوه؛ روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران او ازبکستان یې اصلي غړي دي. بېاروس د ۲۰۲۴ کال په جولای کې له دې ټولنې سره یوځای شو. افغانستان او منګولیا یې څارونکي هېوادونه دي او یو شمېر هېوادونه د سعودي عربستان، ترکیې، قطر او متحده عربي اماراتوپه ګډون د خبرو اترو شریکان دي.
ویل کیږي، چې افغانستان او روسیې د کابل او مسکو ترمنځ د مستقیمو الوتنو د زیاتېدا لپاره هم هڅې روانې ساتلې دي.