سیمه ییز خبرونه

په شمال ولايتونو كې د واورې په وريدو لارې بندې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په تېرو څو ورځو كې د درندې واورې په وريدو د جوزجان ولايت د قوشتپې او درزاب ولسواليو او د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ لارې بندې شوې دي. له دې وړاندې  د بلخ ، جوزجان ، سرپل او فارياب تر منځ لويې لارې د ترافيكو پر مخ بندې شوې وې.

د جوزجان د فوايد عامې اداره وايي:

ډېرې يخې هوا  مو ماشينونه له كاره غورزولي دي.

د جوزجان والي محمد عالم ساعي وايي، چې:

اړوند ادارو بايد له وړاندې څخه په دې برخه كې تدابير نيولي واى.

د جوزجان د فوايد عامې سرپرست رييس عطاالله وايي، چې:

له حده زياتې يخې هوا له ستونزو سره مخ كړي يو.

بل لوري ته د سرپل د بلخاب ولسوال عبدالغني ابراهيم وايي:

د بلخاب ولسوالۍ يوازنۍ لار قوم كوتل د درندې واورې د وريدو له كبله بند شوى، چې په دې ولسوالۍ كې يې  د خواركې او سون توكو بيې لوړې كړې دي.

بلخاب ولسوالي د سرپل ولايت په ۱۴۰ كيلو مترۍ  كې پرته غرنۍ ولسوالي ده، چې نورې لارې يې  د تېر كال د سيلابونو له كبله ورانې شوې دي.

Trending

Exit mobile version