تازه خبرونه

په غزني کې د بس او لارۍ د ټکر له کبله ۳۶ کسانو ته مړګ او ژوبله اوښتې

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار آریانانیوز ته تائید کړې، چې پېښه په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو ويلي، چې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۶ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار آریانانیوز ته تائید کړې، چې پېښه په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې یو ۵۸۰ ډوله بس له یوې لارۍ سره ټکر شوی دی.

د پېښې لامل اعلان شوی ندی.

Trending

Exit mobile version