تازه خبرونه
په غزني کې د سلطان بند د ساتنې او څارنې پروژه پرانیستل شوه
یاد وزارت د شنبې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت د چارسمبالي عبداللطیف منصور، د غزني والي او نورو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت څرګنده کړې، چې په غزني ولایت کې د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژه له ۱۰۹ میلیون افغانیو څخه پر زیات ارزښت پرانیستل شوه.
یاد وزارت د شنبې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت د چارسمبالي عبداللطیف منصور، د غزني والي او نورو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.
د دغې رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د دې پروژې لهه پلي کېدو سره به د سلطان بند لوړوالی له ۳۵ مټرو څخه ۳۷.۵ مټرو ته او د اوبو د زیرمه کولو ظرفیت به له ۹ میلیون مټر مکعب هغو څخه ۱۳ میلیون مټر مکعب اوبو ته لوړ شي، چې په ټولیزه توګه به په دې ولایت کې شاوخوا ۱۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
