Connect with us

نړۍ

په غزه کې امنیت شوار د اوربند غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

3

د ملگرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ( دزمري۶ ) خپله بېړنۍ غونډه په غزه کې د اوربند غوښتنې ته ځانگړې کړه.

په دې بېړنۍ ناسته کې د کوچني اختر په منسبت د اوربند پر غوښتنه ټینگار شوی دی

امنیت شورا له اسرائیلو او حماس غوښتنه کړې، چې په له تاو تریخوالي د نه جوړوږلو هڅه دې وکړي، چې اړو کسانو ته د مرستو رسولو کار تر سره شي.

ملگرو ملتونو ته د فلسطینیانو استازي ریاض منصور ویلي،چې له غزې څخه دې د اسرائیلو پوځیان ووځي.

په ملگرو ملتونو کې د اسرئیلو استازی رون پروسور وايي، له توغندیزو بریدونو د ځان ژغورنې لپاره د اسرائیلو پر حق خبرې نه دي شوي.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په غزه کې د اور بند غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو امنیت شوار دغه ناسته وروسته له هغه تر سره کېږي چې د یکشنبې په ورځ(د زمري۵) په غزه کې ۲۴ ساعته اوربند مات شو او دواړو لوریو پر یو بل د اوربند ماتولو تورونه پورې کړل، چې له دواړو خواوو بریدونه روان دي.

د اسرائيلو لومړي وزير بينيامين نتنياهو ويلي، چې “اسرائيل به هغه څه کوي، چې له خپلو خلکو د دفاع لپاره يې بايد وکړي”.

په دې جگړه کې تر اوسه۱۰۶۰ فلسطينيان وژل شوي، چې ډېر يې ملکيان دي.

اسرائیلو د ۴۳ اسرائيلي سرتېري او دوه ملکيانو وژل منلي دي.

د یادونې وړ ده، چې يو تايلندی هم د تاوتريخوالي په دغو پېښو کې وژل شوی دی.

Advertisement

نړۍ

امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د نیویارک ښار پولیسو تېره شپه په کلمبیا پوهنتون کې د همیلټونهال ودانۍ ته ننوتل او د فلسطینیانو ملاتړي ۱۰۰ لاریونکوونکي يې ونیول.

د نیویارک پولیس پر سیمه‌ییز وخت د شپې نهه بجې کلمبیا پوهنتون ته دننه شول او د شپې له ۱۱ بجو وروسته یې اعلان وکړ، چې د پوهنتون انګړ له لاریونکوونکیو پاک شوی دی.

د پوهنتون چارواکو له پولیسو غوښتي، چې دوی دې لږ تر لږه د مې تر اووه‌لسمې ( د غویی اته‌ویشتمې) پورې په پوهنتون کې پاتې شي.

په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطین پلوه ډلو یوه بنسټیزه غوښتنه دا ده، چې پوهنتون دې د هغو شرکتونو له پانګوونې پاک شي، چې پر غزه د اسرائیلو له بریدونو ګټه پورته کوي.

د کلمبیا پوهنتون د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې وه، چې د زده‌کوونکیو د مشرانو او د پوهنتون چارواکو ترمنځ رغنده بحثونه وشول؛ خو له بده مرغه کومې هوکړې ته ونه رسیدل.

د دوشنبې پر ورځ پر سیمه‌ییز  وخت د امریکا ولسي جرګې ۲۱ ډیموکراټو استازو په نیویارک کې د کلمبیا پوهنتون بورډ ته ولیکل: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې پوهنتون پرېکنده عمل وکړي؛ د لاریونکوونکیو کېږدۍ راټولې او د خپلو ټولو محصلینو خوندیتوب او امنیت ډاډمن کړي.

د امریکا د نیویارک کلمبیا پوهنتون، چې د غزې له خلکو سره د پیوستون د غورځنګ پر مرکز بدل شوی دی؛ د فلسطینیانو له ملاتړو زده‌کړیالانو غوښتي، چې سیمه خوشې کړي او پوهنتون به له اسرائیلو سره هیکله اړیکې پرې نکړي.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د غزې او اسرائیلو د اړیکو عادي کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

رویټرز د دوشنبې پر ورځ (د غویی لسمه) څرګنده کړې، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلینکن سعودي عربستان ته رسېدلی، چې د غزې له جګړې وروسته د اسرائیلو او غزې ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې وکړي.

بلینکن د دوشنبې پر ورځ ریاض ته ورسېد او تمه ده، چې عربي هېوادونه له اروپايي هغو سره راټول کړي او پدې خبرې وکړي، چې اروپا څنګه کولی شي د سپږ میاشتني بمبارډ او ویجاړیو وروسته د دغې کوچنۍ سیمې د بیارغونې په هڅو کې ونډه.

امریکا د اسرائیلو له دې هدف سره همغږې ده، چې حماس باید له منځه یوړل شي او نور ونشي کولی د غزې په راتلونکي کې رول ولوبوي؛ خو واشنګټن نه غواړي، چې اسرائیل دې د غزې تړانګه بېرته ونیسي او پرځای یې د داسې یو جوړښت په لټه کې دي، چې په کې د عربي هېوادونو پر ملاتړ یو اصلاح شوی فلسطیني دولت جوړ شي.

بلینکن به له سعودي چارواکو سره د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوې داسې معاملې د منځګړیتوب په اړه خبرې وکړي، چې واشنګټن له متقابلې دفاع او امنیتي ژمنو سره ریاض ته د اټومي همکارۍ تړونونه هم راونغاړي.

لوړ پوړیو امریکایي چارواکو په وروستیو اوونیو کې د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره د اسرائیلو له هڅو هرکلی کړی؛ خو په وار وار یې ویلي، چې نور ډېر کار ته اړتیا لري.

Continue Reading

نړۍ

د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د چارشنبې پر ورځ (د غویی پېنځمه) د غزې د شمالي سیمو بمبارډ څو اوونیزه نسبي چوپتیا پای ته ورسوله او اسرائیلي حکومت اعلان وکړ، چې د رفح پر اړوند سیمه به پراخ ځمکنی برید ترسره کړي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یوه ویاند ویلي؛ اسرائیل په رفح کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره د خپل پلان د پلي کولو پړاوونه وهي، خو د برید ټڼاکلی مهالوېش یې وړاندې نکړ.

د امريکا په ګډون لویديځو هېوادونو، چې د اسرائيلو تر ټولو نږدې متحدین دي له دغه هېواده پر رفح، چې د غزې له نيمايي د ډېرو وګړيو دوه ميليون او درې سوه زره خلکوته یې پناه ورګړې؛ له بريده ډډه وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، واشنګټن اوس هم د رفح په اړه له اسرائیلو سره پر خبرو بوخت دی او تمه ده، چې د دواړو هېوادونو چارواکي به ډېر ژر پر دې موضوع یو ځل بیا مخامخ خبرې وکړي.

د اسرائیلو یوه لوپوړي دفاعي چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې اسرائیل د رفح له حملې مخکې د ملکي وګړو د ایستلو لپاره چمتووالی نیولی دی.

هغه زیاته کړې: یوازې یو شی پاتې دی، چې نتانیاهو د برید امر وکړي.

د غزې په تړانګه کې، چې د حماس تر کنټرول لاندې ده؛ د روغتیايي چارواکو ویلي؛ تر اوسه په دې جګړه کې، چې اوومه میاشت یې روانه ده له ۳۴ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت هم ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۹ فلسطینیان وژل شوي او ۸۶ نور دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!