نړۍ
په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو لهخوا د ځمکنیو بریدونو له پراخیدو سره سختې نښتې روانې دي
په غزه کې فلسطینیانو د دوشنبې پر سهار هغه مهال د درندو هوايي بریدونو او توپونو له ډزو خبر ورکړ، چې اسرائیلي ځواکونه له تانکونو سره سیمې ته ورغلل. دغه برید د ملکي وګړیو د خوندیتوب لپاره نړیوالې غوښتنې راوپارولې.
د اسرائیلو پوځ ويلي، له تېرو څو ورځو راپدیخوا د غزې په تړانګه کې د ځمکنیو عملیاتو له پراخېدو سره د اورپکو له ۶۰۰ ډېر اهداف پر نښه شوي دي.
د اسرائیلو پوځ په یوه بیان کې ویلي؛ اسرائیلي پوځ په لسګونه هغه ترهګر وژلي، چې په ودانیو او تونلونو کې پټ شوي وه او پلان یې درلود، چې پر پوځیانو برید وکړي.
فلسطیني رسنیو څرګنده کړې، چې اسرائیلي الوتکو په غزه کې د الشفا او القدس روغتونونو ته څېرمه سیمې پر نښه کړي او د جنوبي ښار خان یونس په ختیځ کې یې پر سرحدي سیمه له اسرائیلي ځواکونو سره د فلسطیني وسلهوالو نښته شوې ده.
په غزه کې روغتیايي چارواکو اعلان وکړ، چې د اسرائیلو د ځمکنیو ځواکونو لهخوا له څو اړخونو څخه پر ساحلي سیمو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې دوی ټوله شپه د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل. حماس او اسلامي جهاد ویلي، چې د دوی غړي په غزه او د لویدیځې غاړې په جنین ښار کې له اسرائیلي ځواکونو سره جګړه کوي.
اسرائیلو په لویدیځه غاړه کې د جنګي تانکونو انځورونه خپاره کړي، چې د غزې د اصلي ښار د محاصره کولو احتمالي هڅه پر ګوته کوي او په انلاین خپرو شویو انځورونو کې هم اسرائیلي پوځیان ښيي، چې د غزې په مرکز کې د اسرائیلو بیرغ رپېږي.
نړۍ
په جګړه کې له روسیې څخه د ټرمپ ملاتړ دردوونکی دی؛ هغه له مونږ سره خیانت وکړ- زیلنسکي
زیلنسکي د چارشنبې پر ورځ په یوه مرکه کې ویلي:« د ولسمشر ټرمپ دا لوری غوره کول، زمونږ لوری نهدی او دا مونږ ته دردوونکې ده.»
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي وايي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې په جګړه کې د مسکو ملاتړ کوي، چې دا کړنه د اوکراین لپاره« دردوونکې» ده.
زیلنسکي د چارشنبې پر ورځ په یوه مرکه کې ویلي:« د ولسمشر ټرمپ دا لوری غوره کول، زمونږ لوری نهدی او دا مونږ ته دردوونکې ده.»
هغه ویلي: له دې سره، چې ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د منځګړي رول ولري؛ ستونزه نهلري خو زیاتوي:« که د دواړو ترمنځ ولاړ یاست، باید پر همدې دریځ پاتې شئ.»
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا له ټرمپ څخه د خیانت احساس کوي؛ زیلنسکي څرګندوي: « رښتیا هم هو! خو موضوع زما له شخصي ولولو ډېره پېچلې ده.»
هغه زیاته کړې: د خواشینۍ ځای دی، چې یو پیاوړی ملګری له لاسه ورکوو.»
دغه راز د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی: « مونږ خپل هېواد نهپلورو. دا زمونږ لپاره سوداګري نهده؛ دا زمونږ ژوند او زمونږ هېواد دی.»
نړۍ
په یمن کې د انساني تلفاتو زیاتوالي روغتونونه د وړتیاوو له کمښت سره مخ کړي- د سره صلیب کمیټه
د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بېساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
سره صلیب د چارشنبې پر ورځ خبرداری ورکړی؛ د جګړې د ټپیانو د شمېر زیاتوالي او په څو جبهو کې د نښتو له کبله د یمن روغتونونه تر سخت فشار لاندې دي، چې د دغه هېواد پر کمزوري روغتیايي نظام یې فشار نور هم زیات کړی دی.
د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بېساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ويلي؛ په تېرو اوونیو کې د نښتو د نوې څپې له پیل راپدېخوا په یمن کې له ۲۰۰ زره ډېر کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. دې نښتو له هغې وروسته هغې زور اخیستی، چې د ایران پر ملاتړ د حوثیانو او د سعودي عربستان پر ملاتړ د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه بیا پیل شوې ده.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د روغتیايي چارو د همغږي کوونکي فراس ابوسمره د خبرپاڼې له مخې، د ټپیانو د درملنې په برخه کې کارکوونکي له خورا سخت فشار سره مخ دي.
هغه زیاته کړې، چې په یمن کې یوازې لږ شمېر فعال روغتیايي مرکزونه د جګړې د ټپانو د هر اړخیزې درملنې وړتیا لري. په داسې حال کې، چې روغتونونه د جراحي وسایلو، د بېهوښۍ درملو، اکسیجن او درملو له کمښت سره مخ دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې خبرداری ورکړی، چې د یمن روغتیايي نظام له یوې لسیزې ډېرې جګړې، اقتصادي کړکېچ، بېځایه کېدا او د ناروغیو د خپرېدا له کبله سخت کمزوری شوی دی او که نښتې نورې هم شدیدې شي، ښايي روغتیايي نظام د تلفاتو د نوې او پراخې څپې د درملنې وړتیا ونهلري.
نړۍ
په امریکا کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان ووژل شول
د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.
د امریکا په جورجیا او پینسلوانیا ایالتونو کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.
په بله پېښه کې، چې د پینسلوانیا ایالت په ایري ښار کې شوې؛ نهه کسان، د دوه ماشومانو او یوې امیندوارې مېرمنې پر ګډون وژل شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي، چې بریدګر هم د دې پېښې د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.
د ایري ښار د پولیسو مشر ریک لورا دغه پېښه یو داسې سخت برید بللې، چې د پولیسو په ۲۸ کلنه کاري مخینه کې ورسره مخ شوی نهو.
پولیسو ویلي، د دغو وسلوالو بریدونو انګېزه اوس هم روښانه شوې نهده؛ خو ټاکل شوې، چې نور جزئیات یې په یوه خبري غونډه کې اعلان شي.
-
سوداگري5 days agoد افغانستان-امریکا سوداګرۍ خونې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days agoپه ایران کې نږدې ۶۰ زره افغان زدهکړیالان زدهکړې کوي
-
تازه خبرونه5 days agoسترې محکمې د انګور باغ د ځمکو د پرېکړې د تطبیق امر کړی – بشپړ وضاحت
-
تازه خبرونه5 days agoاروپايي ټولنې راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو په برابرولو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان ته د امریکا بېرته ستنېدا به د سیمې ټولو هېوادونو ته ګواښ وي – روسیه
-
تازه خبرونه5 days agoد جام څلي ساتنه د افغانستان د تاریخي میراث ساتنه ده – یونسکو
-
لوبی5 days agoافغانستان په ابوظبۍ ټسټ لوبه کې د بنګلهدېش پر وړاندې د ۴۷۹ منډو له هدف سره مخ دی
-
تازه خبرونه2 days agoسعودي عربستان له افغانستان سره د لمریزې او بادي برښنا په پراختیا کې د همکارۍ ژمنه وکړه
