نړۍ

په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو له‌خوا د ځمکنیو بریدونو له پراخیدو سره سختې نښتې روانې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۸, ۱۴۰۲)

په غزه کې فلسطینیانو د دوشنبې پر سهار هغه مهال د درندو هوايي بریدونو او توپونو له ډزو خبر ورکړ، چې اسرائیلي ځواکونه له تانکونو سره سیمې ته ورغلل. دغه برید د ملکي وګړیو د خوندیتوب لپاره نړیوالې غوښتنې راوپارولې.

د اسرائیلو پوځ ويلي، له تېرو څو ورځو راپدیخوا د غزې په تړانګه کې د ځمکنیو عملیاتو له پراخېدو سره د اورپکو له ۶۰۰ ډېر اهداف پر نښه شوي دي.

د اسرائیلو پوځ په یوه بیان کې ویلي؛ اسرائیلي پوځ په لسګونه هغه ترهګر وژلي، چې په ودانیو او تونلونو کې پټ شوي وه او پلان یې درلود، چې پر پوځیانو برید وکړي.

فلسطیني رسنیو څرګنده کړې، چې اسرائیلي الوتکو په غزه کې د الشفا او القدس روغتونونو ته څېرمه سیمې پر نښه کړي او د جنوبي ښار خان یونس په ختیځ کې یې پر سرحدي سیمه له اسرائیلي ځواکونو سره د فلسطیني وسله‌والو نښته شوې ده.

په غزه کې روغتیايي چارواکو اعلان وکړ، چې د اسرائیلو د ځمکنیو ځواکونو له‌خوا له څو اړخونو څخه پر ساحلي سیمو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې دوی ټوله شپه د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل. حماس او اسلامي جهاد ویلي، چې د دوی غړي په غزه او د لویدیځې غاړې په جنین ښار کې له اسرائیلي ځواکونو سره جګړه کوي.

اسرائیلو په لویدیځه غاړه کې د جنګي تانکونو انځورونه خپاره کړي، چې د غزې د اصلي ښار د محاصره کولو احتمالي هڅه پر ګوته کوي او په انلاین خپرو شویو انځورونو کې هم اسرائیلي پوځیان ښيي، چې د غزې په مرکز کې د اسرائیلو بیرغ رپېږي.

Trending

Exit mobile version