تازه خبرونه
په فراه كې ۱۰۰ زدكوونكې مسومې شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
رپوټونه وايي، چې نن سهار د فراه ښار د باغ پل د نجونو ښوونځي زدكوونكې مسمومې شوې او روغتون ته ليږدیدلې دي.
د فراه د ولايتي روغتون داكتران وايي، تراوسه له دې ښوونځي څخه ۱۰۰مسمومې زدكوونكې ورته ليږدول شوې دي.
د دغه ښوونځي زدكوونكې وايي؛ كله، چې تفريح ته راووتل، نو مسمومې شوې.
د روغتون داكتران وايي، زدكوونكې د ګاز د تنفس پر لامل مسمومې شوې دي.
د فراه د پوهنې رياست تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .