تازه خبرونه

په فراه کې د القاعده د هندي څانګې یو مشر وژل شوی ـ ملي امنیت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۰, ۱۳۹۹)

د افغانستان د ملي امنیت د څرګندونو له مخې؛ د دوی ځانګړیو ځواکونو په فراه ولایت کې د القاعدې د هندي څانګې یو مشر محمد حنیف الیاس عبدالله د محمد انور زوی وژلی دی.

ملي امنیت ویلي، چې دغه سړی د پاکستان د کراچۍ اوسیدونکی دی. د ملي امنیت د څرګندونو له مخې؛ د عملیاتو پرمهال دوه پاکستانۍ ښځې هم نیول شوې دي.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد حنیف نومی د طالبانو  غړی و؛ له ۲۰۱۰ کال وروسته د القاعده شبکې غړی شو او په همدې کال کې د طالبانو په همکارۍ هلمند ته ورسیده او بیا د طالبانو په مرسته فراه ولایت ته واستول شو.

د خبرپاڼې له مخې؛ حنیف له طالبانو سره د چاودیدونکیو توکو، موتربمونو او ځای په ځای شويو چاودیدونکیو توکو په چاودنو کې هم مرسته کړې او روزنه یې ورکړې ده.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت  د ملي امنیت ځواکونو په غزني ولایت کې د القاعده د هندي څانګې یو مهم غړی ابو محسن المصري هم وژلی و.

المصري یو مصری تبعه ګڼل کېده، چې په القاعده کې یې د دوه یم قومندان په توګه دنده ترسره کوله او د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې ترټولو مطلوب سړی و.

دغه راز د ملګرو ملتونو یوه چارواکي له دې مخکې ویلي وه، چې که څه هم د فبرورۍ په میاشت کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې له القاعدې سره اړیکې پرې کوي؛ خو دوی اوس هم  په افغانستان کې د طالبانو تر منځ درنښت لري.

د راپورونو له مخې، القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې هڅاند غړي لري او د افغانستان په ختیځ کې د روزنیزو کمپونو مشري کوي.

افغان حکومت له دې مخکې هم د داعش او نورو وسلوالو ډلو سره د القاعده په ګډون د طالبانو له نږدې اړیکو خبره کړې وه.

Trending

Exit mobile version