د هوا حالاتو بدلونونه
په فلوریډا کې سېلابونه؛ کالیفورنیا د ساحلي سېلابونو له ګواښ سره مخ ده
د سانفرانسیسکو ښاروال ډانیل لوري خبرداری ورکړی، چې دغه ښار له یوه« خورا جدي» هوايي وضعیت سره مخ دی. هغه له ښاریانو غوښتي، چې د ساحلي سیمو د سختو سېلابونو لپاره چمتووالی ونیسي او د رخصتیو پر مهال په خپلو سفري پلانونو له سره غور وکړي.
په فلوریډا کې د شنبې پر ورځ هم پرلهپسې اورښتونو د تاریخي سېلابونو اغېزې نورې هم پسې زیاتې کړې. په داسې حال کې، چې د کالیفورنیا په شمال کې چارواکي د توپاني څپو او بېسارو ساحلي سیلابونو لپاره چمتووالی نیسي. دا وضعیت د شکرانې اختر د رخصتیو او ګڼو مسافرتونو له پیل سره هممهاله رامنځته شوی دی.
د سانفرانسیسکو ښاروال ډانیل لوري خبرداری ورکړی، چې دغه ښار له یوه« خورا جدي» هوايي وضعیت سره مخ دی. هغه له ښاریانو غوښتي، چې د ساحلي سیمو د سختو سېلابونو لپاره چمتووالی ونیسي او د رخصتیو پر مهال په خپلو سفري پلانونو له سره غور وکړي.
د امریکا د ملي سمندري او اتموسفیر ادارې او د هوا پېژندنې ملي ادارې د وړاندوینو له مخې، ښايي په سانفرانسیسکو کې د مدونو(د اوبو د لوړېدا) کچه د دغه ښار په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.
ډانیل لوري له ښاریانو غوښتي، چې د توپان له رارسېدو مخکې اړین توکي برابر او خپل خرڅ بشپړ کړي. هغه زیاته کړې، د ښاروالۍ چارواکي به د اوونۍ په پای کې د اوسېدونکو او سوداګریزو مرکزونو د ساتنې لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
تمه کېدونکي سېلابونه د کال له کلنیو لوړو مدونو سره هممهاله دي؛ ځکه، چې د کال تر ټولو لوړ مدونه بلل کېږي.
د هوا پېژندنې ادارو خبرداری ورکړی، چې د دوشنبې تر سهار پورې ښايي په ساحلي او ټیټو سیمو کې د اوبو کچه تر ۰.۶ مټر پورې لوړه شي او د آرام سمندر د ساحل په ځینو برخو کې د سېلابونو خبرداری د پنجشنبې تر ماسپښین پورې غځېدلی دی.
دغه راز د فلوریډا د اټلانټیک سمندر ساحل هم د شنبې پر ورځ له خطرناکو هوايي شرایطو سره مخ و او د تندر او برښنا له توپانونو سره د اوبو د څرخنده ستنو د رامنځته کېدا احتمال هم موجود و.
چارواکو سمندري سفر کوونکو ته د خطرناکو سمندري شرایطو او ساحلونو میلمنو ته د سختو څپو او پیاوړو څپیزو بهیرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
که څه هم د سختو اورښتونو لړۍ پای ته رسېدلې؛ خو تمه ده، چې د فلوریډا د تر ټولو اوږد سیند،« سټ جونز» د اوبو کچه د پرلهپسې سپکو اورښتونو له کبله لوړه شي.
د کوکو ښار ته نږدې د دغه سیند د اوبو کچه د پنجشنبې پر ورځ د ۱۹۵۳ز.کال له ثبت شوي ریکارډ څخه لوړه شوه.
د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې کارپوهې میلیسا واټسن ویلي، چې د دې سیند په اوږدو کې به سېلابونه د اوږدې مودې لپاره روان وي؛ که نور اورښتونه وشي او که ونهشي.
د روانې اوونۍ په پیل کې سختو اورښتونو د فلوریډا د اټلانټیک سمندر ساحل پراخې سیمې تر اوبو لاندې کړې او د دغه ایالت په شمال ختیځو برخو کې یو شمېر اوسېدونکي د سېلابونو له کبله بند پاتې شول.
د فلوریډا او کالیفورنیا هوايي وضعیت له« ال نینو» پدیدې سره تړاو لري. دا یوه طبیعي پدیده ده، چې د استوا کرښې ته نږدې د آرام سمندر د اوبو د تودوخې د لوړېدا له کبله رامنځته کېږي او د نړۍ پر هوايي وضعیت اغېز کولی شي.