لوبی

په فوټسال سیالیو کې زیتون او جوانان میهن مساوي او اتحاد د امید پر وړاندې بریا ترلاسه کړه

Published

on

Last Updated on: زمری ۷, ۱۴۰۴

د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان فوټسال غوره لیګ د لوبو په دوه‌یم پړاو کې زیتون او جوانان میهن لوبډلې ۱-۱ مساوي شول او اتحاد لوبډلې امید اف‌سي ته د ۳ پر ۲ ماتې ورکولو درې ارزښتناکه نمرې ترلاسه او د جدول په سر کې یې خپل ځای نور هم پیاوړی کړ.

د دې پړاو د اووه لوبو تر پایه پورې؛ صداقت، نورزاد او اتحاد لوبډلې د جدول په سر کې دي.

د سې‌شنبې پر ورځ دوه لوبې کیږي؛ آریا فورج د صداقت پر وړاندې د مازدیګر ۳:۳۰  او ظاهر اسد د نورزاد پر وړاندې د مازدیګر ۵:۴۵

د دغو لوبو مینه‌وال کولی شي دا لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.

Trending

Exit mobile version