لوبی

په فوټسال غوره لیګ کې زیتون اف‌سي او ظاهر اسد اف‌سي د لوبو ګتونکي شول

له مهالوېش سره سم؛ دیار سنايي به د سې‌شنبې پر ورځ له اتحاد سره مخ شي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۰, ۱۴۰۴

د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان فوټسال غوره لیګ دوه زړه‌راکښونکې سیالۍ ترسره شوې، چې په کې زیتون او ظاهراسد اریا فورج او جوانان میهن ته ماتې ورکړې.

په دریڅلوېښتمه لوبه کې زیتون پخپلو منظمو او اغېزمنو هڅو آریا فورج ته ۴ پر ماتې ورکړه او درې ارزښتناکه نمرې یې ترلاسه کړې.

په څلور‌څلوېښتمه لوبه کې ظاهر اسد او جوانان میهن لوبه وکړه، چې دا زړه‌راکښونکې لوبه ۲ پر ۲ مساوي شوه. دواړو لوډلو  یوه پر زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په پای کې یې نمرې سره ووېشلې.

له مهالوېش سره سم؛ دیار سنايي به د سې‌شنبې پر ورځ له اتحاد سره مخ شي.

د دغو سیالیو مینه‌وال کولی شي په آریانا ټلویزیون ATN  کې دا لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وګوري.

Trending

Exit mobile version