ساینس او ​​ټیکنالوژي

په فیسبوک کې هر کاروونکي ته پېنځه پروفایلونه ځانګړي کیږي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۶, ۱۴۰۱)

میتا شرکت په ډاګه کړې، چې د فیسبوک ټولنیزه شبکه به خپلو کاروونکیو ته پېنځه پروفایلونه وروپېژني.

په فیسبوک کې تل د کاروونکیو اصلي نوم ته اړتیا ده او دا کار له خلکو سره مرسته کوي، چې د دوی د ګټو او اړیکو پر بنسټ په پلیټ فارم کې خپلې تجربې رامنځته او د ملګرو او کورنۍ په ګډون د هر چا لپاره بېلابېلې منځپانګې چمتو کړي.

فیسبوک به بیا خپل هر کاروونکی اړ کړي، چې یوازې یو فیسبوک ولري او کاروونکی په اصلي پروفایل کې خپل اصلي نوم وکاروي. خپلې اصلي پاڼې ته له ننوتلو وروسته، دوی کولی شي خپلو ټولو  پروفایلونو ته، چې جوړ کړي یې دي؛ لاسرسی ومومي.

میتا شرکت څرګنده کړې؛ پر جعل او ګمراه کوونکيو بیانونو یو شان مقررات پلي کیږي.

د رویټرز د راپور له مخې، د میتا ویاند ویلي: شرکت په ځینو هېوادونو کې دغه نوې طریقه ازموي؛ خو د دغو هېوادونو نوم یې ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version