ساینس او ټیکنالوژي
په فیسبوک کې هر کاروونکي ته پېنځه پروفایلونه ځانګړي کیږي
میتا شرکت په ډاګه کړې، چې د فیسبوک ټولنیزه شبکه به خپلو کاروونکیو ته پېنځه پروفایلونه وروپېژني.
په فیسبوک کې تل د کاروونکیو اصلي نوم ته اړتیا ده او دا کار له خلکو سره مرسته کوي، چې د دوی د ګټو او اړیکو پر بنسټ په پلیټ فارم کې خپلې تجربې رامنځته او د ملګرو او کورنۍ په ګډون د هر چا لپاره بېلابېلې منځپانګې چمتو کړي.
فیسبوک به بیا خپل هر کاروونکی اړ کړي، چې یوازې یو فیسبوک ولري او کاروونکی په اصلي پروفایل کې خپل اصلي نوم وکاروي. خپلې اصلي پاڼې ته له ننوتلو وروسته، دوی کولی شي خپلو ټولو پروفایلونو ته، چې جوړ کړي یې دي؛ لاسرسی ومومي.
میتا شرکت څرګنده کړې؛ پر جعل او ګمراه کوونکيو بیانونو یو شان مقررات پلي کیږي.
د رویټرز د راپور له مخې، د میتا ویاند ویلي: شرکت په ځینو هېوادونو کې دغه نوې طریقه ازموي؛ خو د دغو هېوادونو نوم یې ندی اخیستی.
ساینس او ټیکنالوژي
په بیجینګ کې د جي کلاس برقي مرسډیز بینز موټر مخکتنه وشوه
چین د خپلو برښنایي موټرو د تګلارې د ودې لپاره د بیجینګ په مارکیټ کې برښنایي مرسډیز بینز ته د مخکتنې زمینه برابره کړه.
د مرسیډیز ټکنالوجۍ لوی مسوول مارکوس شافر ویلي، چې دا شرکت له چاپېریال سره سم محصولات وړاندې کوي.
هغه د جي کلاس برښنایي موټرو د مخکتنې لپاره چینایي بازار غوره وګڼلو.
شافر ویلي: چین زمونږ ترټولو لوی او خورا مهم بازار دی او دوهیم دا، چې مرسیډیز پرېکړه کړې، چې په راتلونکیو کلونو کې به بشپړ برښنایي شي. دا یې یوه ننداریزه بڼه ده، چې پېرودونکیو ته د تیلي موټرو ترڅنګ جي برښنایي موټرو ته لاسرسی رامنځته کوي. مونږ ډېر خوښ یوو، چې دا پر برښنایي بڼه وړاندې کوو.
د مرسيډيز شرکت د ټکنالوژۍ ریيس ويلي؛ مرسيډيز بينز غواړي، چې د اړینو څېړنو او پرمختيايي هڅو د ترسره کولو لپاره په چين کې خپله پانګونه زياته کړي.
ساینس او ټیکنالوژي
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
د IDC څېړنیز انسټیټیوټ راپور ښیې، چې د ۲۰۲۴ ز.کال په لومړۍ ربع کې د اپل آی فون بازار د انډرایډ ګرځند له تولید سره په سیالۍ کې سوړ شو.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د جنورۍ او مارچ په میاشت کې د نړۍ بازارونو ته ۷ اعشاریه ۸ سلنه وده وکړه، چې شمېر یې ۲۸۹ اعشاریه ۴ میلیون ته ورسېد.
د ګرځند جوړونکي شرکت (سامسونګ) د بازار ونډه ۲۰ اعشاریه ۸ راغله او په دې توګه یاد شرکت له اپل څخه له ټولو د لوی ګرځند پلورونکي مقام خپل کړ.
اپل د ۲۰۲۴ کال په تېرو درې میاشتو کې ۵۰ اعشاریه ۱ میلیون آی فونونه پلور ته وړاندې کړل، چې دا د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۵۵ اعشاریه ۴ میلیون کم دي. همدارنګه د ۲۰۲۳ په وروستیو دریو میاشتو کې هم چین ته د آی فون د وړاندې کولو په کچه کې ۲ اعشاریه ۱ کموالی راغلی و.
ساینس او ټیکنالوژي
د جاپان سپیس ون کایروس توغندی له توغېدو وروسته وچاودېد
د چارشنبې پر ورځ د جاپان سپیس ون کایروس کوچنی تېل سوځوونکی توغندی له توغولو لږ وروسته وچاودېد.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه ۱۸ مټره توغندی پر ځایي وخت ۱۱:۰۱ له توغولو لږ وروسته وچاودېد، چې لوګی او اور یې د رسنیو په انځورونو کې لیدل کیږي.
سپیس ون ویلي؛ دوی د جاپان د لویدیځ ټاپو په څنډه کې توغېدا لغو کړه او په اړه یې ارزونې هم پیل شوې دي.
د ځایي واکایاما حکومت والي شوهی کیشیموتو خبریالانو ته د سپیس ون له معلوماتو وروسته ویلي، چې یوه ستونزه د دې سیسټم د توغېدو خنډ شوې ده.
هغه په ډاګه نکړه، چې ستونزه څه ده.
کیشیموتو زیاته کړې، چې د توغندي د توغېدا مرکز ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او اور هم مړ شوی دی.
کایروس یوه تجربه لرونکې دولتي سپوږمکۍ لېږدوله، چې کولی یې شول په لنډمهاله توګه معلوماتي او استخباراتي سپوږمکۍ په مدار کې ځای پر ځای کړي.
که څه هم جاپان په فضایي سیالیو کې نسبتا کوچنی لوبغاړی دی؛ خو د توغندیو توغولو لپاره د ارزانه وسایطو د جوړولو هڅې کوي.
-
تازه خبرونه5 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
-
سوداگري3 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي
-
نړۍ3 days ago
اروپايي ټولنې روسي رسنۍ هم د بندیزونو په نوملړ کې ورزیاتې کړې
-
تازه خبرونه3 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
سوداگري4 days ago
تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت له ۱۰ میلیارډ ډالرو ډېر و – د احصائې ملي اداره