سیمه ییز خبرونه
په قطركې د طالبانو لپاره د دفتر د جوړيدو پرڅرنگوالي ټولپوښتنه پيل شوه
د افغانستان د ملي امنيت شورا او د سولى عالى شورا په قطر كې د طالبانو لپاره د دفتر د جوړيدو پرڅرنگوالي ټولپوښتنه پيل كړې ده.
د افغانستان امنيت شورا د ولسمشر حامد كرزي تر مشرتابه لاندې يوه طرحه جوړه كړې، چې له مخې به يې په قطر كې طالبان له افغان حكومت سره د سولې خبرې پيل كړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې:
د دوشنبې په ورځ( د ليندۍ۲۷) د حامد كرزي په مشرۍ د امنيتي شورا يوه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه كې د سولې عالي شورا رييس صلاح الدين رباني امريكا ته د خپل سفر د پايلو په اړه معلومات وركړل او وروسته په قطر كې د طالبانو لپاره د سولې بهير د پرمخ بيولو په موخه د يوې څانگې د جوړولو ميكانيزم، چوكاټ او شرايطو په اړه بحث وشو او پرېكړه وشوه، چې:
جوړه شوې طرحه دې د بهرنيو چارو وزارت له خوا قطر ته واستول شي، چې طآلب استازي يې له مخې د سولې هڅې تر سره كړي.
سرچينه وايي، چې په دې غونډه كې له امريكا سره د امنيتي تړون په اړه هم خبرې وشوې او په امريكا كې د افغانستان سفيراكليل حكيمي ته دنده وسپارل شوه، چې د افغانستان د ملي گټو او حاكميت په پام كې نيولو سره له امريكا سره د هغو مواردو په اړه خبرې وكړي، چې بحث ته پرې اړتيا ليدل كيږي.
دغه راز د سولې عالى شورا رييس صلاح الدين ربانى په ډاگه كړه، چې:
امريكا غواړي د سولې په بهير كې له طالبانو سره مرسته وكړي.
د يوولس كلنې جگړې د پاى ته رسولو په موخه ملي او نړيوالې هڅې په دې وروستيو كې گړندۍ شوې دي.
دغه هڅې په داسې حال تر سره كيږي، چې په افغانستان كې د ناتو ځواكونو د وتلو او د امنيتي مسووليتونو ليږد ته هر اړخيزې تيارۍ نيول كيږي.
افغان حكومت هيله من دى، چې طالب مشران ورسره خبرو ته كيني. دا هغه غوښتنه ده، چې تر اوسه د طالبانو له خوا بې ځوابه پاتې ده.
د ولسي جرگې پخوانى استازى سرور جوادي وايي:
دغه طرحه ، چې تر اوسه يې جزئيات ښكاره شوي نه دي، كيدى شي قطر ته وليږل شي.
افغان دولت تل ټينگار كړى، چې:
له طالبانو سره د خبرو د پيل په صورت كې بايد د خبرو د پر مخ بيولو صلاحيت له افغانانو سره وي.
د افغانستان د حق و عدالت گوند غړى حميدالله فاروقي وايي:
حكومت بايد له طالبانو سره د خبرو لپاره ښكاره ميكانيزم ولري، چې له مخې يې په هېواد كې د سولې يو بشپړ بهير پيل شي.
ويل كيږي، چې په قطر كې طالبانو ته د دفتر له پرانستې سره به د سولې د خبرو يو تاند پړاو پيل شي
او طالب مشران به هم له يوولس كلن ټينگار او شاتگ وروسته نوى سياسي ژوند د خپلو موخو د تر سره كولو لپاره پيل كړي.