سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د بيدل ۳۰۰ تلين ونمانځل شو
په كابل كې د بيدل كړۍ د ابوالمعاني مرزا عبدالقادر بيدل د درې سوه يم تلين په اړوند غونډه جوړه كړه.
د كابل پو هنتون د ژبو او ادبياتو استاد عبدالقيوم قيويم وويل، چې:
بيدل په خپلو شعرونو كې له هندي سبك څخه پيروي كوله.
دهغه په وينا په فارسي شعر كې د بديل شعرونه ډېر اوچت دي.
ابوالمعاني ميرزا عبدالقادر بيدل د ميرزا عبدالخالق زوى پركال ۱۰۵۴ هجري قمري كال په هندوستان كې نړۍ ته سترگې پرانيستي.
استاد عبدالقيوم قيويم د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو استاد د بيدل پر ژوند او ادبي اثارو خبرې وكړي او زياته يې كړه، چې ارواښاد بيدل د عرفان او شعر لوړو پوړيو ته د رسيدو لپاره ډېرې ستونزې گاللي دي.
هغه وويل، چې:
بيدل د هندي سپك پلوى و او د پارسي په شعر كې يې لومړى مقام خپل كړى و.
استاد قيوم وويل، چې:
بيدل په فارسي غزل كې، مينه ، فلسفه او عرفان ستايلي دى.
بيدل نه يوازې په غزل، بلكې په رباعي، قصايد او مثنوي ويلو كې هم د پياوړتيا لرونكى و.
د يوان غزليات، مثنوي عرفان، مثنوي محيط اعظم ، مثنوي طورمعرفت، مثنوي طلسم حيرت ، رباعيات، رقعات ، نكات او چهارعنصر د هغه له آثارو څخه دي.
نوموړى پر ۱۰۵۴ هجري قمري كال په هند كې زيږېدلى او په ۱۱۳۳ هجري قمري كال كې يې له دې نړۍ سترگې پټې كړي دي.