سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د سولې او سواد ملي كنفرانس جوړشو
افغان حكومت له ديني عالمانو، قومي مشرانو او سپين ږيرو غواړي، چې په هېواد كې د بې سوادۍ د له منځه وړلو او د ښوونځيو د تړل كيدو په مخنيوي كې له افغان حكومت سره همكاري وكړي.
د پوهنې وزارت لخوا د ديني او ټولنيزو پوهانو او ملي لارښوونكيو له نظره د سولې او سواد په ملي كنفرانس كې د ولسمشر كرزي دوه يم مرستيال محمد كريم خليلي د سه شنبې په ورځ (د تلې ۱۲) وويل، چې:
په افغانستان كې د ناامنو او فقراصلي جرړه بې سوادي ده.
ده له ديني عالمانو ، پوهانو او قومي مشرانو غوښتنه وكړه، چې د بې سوداۍ په له منځه وړلو كې هڅې وكړي.
په دې اړه د آريانا راديو ټلويزيون خبريال حبيب الله بختيال څرگنده كړې، چې:
په دې كنفرانس كې، چې د گڼ شمېرافغان چارواكو، د هېواد له گوټ گوټ څخه د ديني عالمانو، قومي مشرانو او سپين ږيرو په گډون جوړ شوى و، د ولسمشر كرزي دوه يم مرستيال محمد كريم خليلي وويل، چې:
يوازې دولت پخپلو محدودو امكاناتو نه شي كولى د بې سوادۍ د له منځه وړلو په برخه كې بريالى شي.
هغه زياته كړه، چې:
دغه راز په دې كنفرانس كې د پوهنې وزير فاروق وردگ هم د بې سوادۍ د له منځه وړلو په برخه كې د ديني عالمانو او قومي مشرانو رول مهم وباله.
هغه زياته كړه:
د ښوونكيو د روزنې په ۴۲ مركزونو او ۱۱۱ الحاقيو كې يو شپېته زره ښوونكيو ته د تحصيل زمينه برابره شوې ده.
د پوهنې وزارت په نوښت د سولې او سواد په دغه جوړشوي ملي كنفرانس كې د پوهنې وزير د يونيسف موسسې استازي هم مهم وباله.
د فاروق وردگ په وينا:
د سواد كچې لوړول په ټول افغانستان كې مهم دي؛ ځكه په هغو سيمو كې، چې د ښځو د سواد كچه لوړه وي په هغو سيمو كې د مور او ماشوم د مړينې پېښې كمې رامنځته كيږي.
دا كنفرانس په داسې حال كې جوړ شوى، چې اوس هم د هېواد په يو شمېر سيمو كې د ناامنيو له كبله سلگونه ښوونځي تړل شوي دي.
