سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د غويي د مياشتې د ۷ او ۸ ناخوالې وغندل شوې
په كابل كې د غويي د مياشتې د اوومې او اتمې ورځو ناخوالې د مدني ټولنې د غړيو، د وروستيو جگړو د قربانيانو او د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې له خوا وغندل شوې.
دوى د غويي اوومه او اتمه د تورو ورځو په توگه وغندلې او له حكومت څخه يي وغوښتل، چې د بښنې فرهنگ ته د پاى ټكى كيدي او د وروستيو جگړو عاملين دې محاكمو ته را كاږي.
د ۱۳۵۷ل كال د غويي په اوومه كمونستانو پر سردار محمد داود خان خونړۍ كودتا وكړه او د هغه جمهوري حكومت يي وپرځاوه.
د ۱۳۷۱لمريز كال د غويي په اتمه بيا مجاهدينو كمونستي رژيم ړنگ كړ؛ خو د دې دواړو ورځو ورورستۍ پېښې د افغانستان لپاره خونړۍ وې.
په دې غونډه كې د هغو قربانيانو عكسونه تر سترگو كيږي، چې د همدې دواړو ورځو د پېښو په لړ كې وژل شوي دي.
د غونډې گډونوالو په سمبوليك ډول د قربانيانو تابوتونه له ځان سره وليږدول.
دې غونډې ته فاطمه نومې ميرمن هم ورغلې، چې خپل ورور غلام علي جان يې په ۱۳۵۷ل كال كې هغه مهال له پوهنتون څخه يوړل شو، چې په زدكړو اخته و. فاطمه، چې سترگې يې له اوښكو ډكې وې، د خپل وژل شوي ورور لپاره د عدالت غوښتنه وكړه.
د غونډې گډون وال په حكومت سخته نيوكه كوي، چې د بښنې فرهنگ يې حاكم كړى.
د مدني ټولنې فعال محمد رحیم جامي تمه لري، چې نوى حكومت به دې اصل ته بدلون وركړي.
ډېري افغانان د ۱۳۵۷ل كال د غويي د اوومې كودتا او د ۱۳۷۱ل كال د غويي په اتمه، چې په كې تنظيمي مجاهدين واك ته ورسيدل، د افغانستان لپاره بدې ورځې بولي.
سیمه ییز خبرونه
د ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
د خبرو د درېدا دې حالت د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد او یو ستر نفتي ځواک په داسې تقابل کې ښکېل کړ، چې د انرژۍ بیې یې د وروستیو څو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسولي، انفلاسیون یې زیات کړی او د نړیوالې اقتصادي ودې راتلونکی یې تیاره کړی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له پاکستان څخه ووت او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو استازو سټیو ویټکوف او جرډ کوشنر پلان شوی سفر اسلامآباد ته لغوه کړ.
د خبرو د درېدا دې حالت د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد او یو ستر نفتي ځواک په داسې تقابل کې ښکېل کړ، چې د انرژۍ بیې یې د وروستیو څو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسولي، انفلاسیون یې زیات کړی او د نړیوالې اقتصادي ودې راتلونکی یې تیاره کړی دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې تهران به د ګواښ یا محاصرې تر فشار لاندې «تپلېخبرې» ونهمني.
پزشکیان زیاته کړې؛ امریکا باید لومړی د ایران د بندرونو د محاصرې «عملیاتي خنډونه» لرې کړي، چې مذاکره کوونکي وکولی شي د دې شخړې د حل لپاره زمینه برابره کړي.
عراقچي پاکستان ته خپل سفر «ډېر ګټور» وباله.
د رویټرز د راپور له مخې؛ په اسلامآباد کې یوې ایراني ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي، چې تهران به د امریکا «افراطي غوښتنې» ونهمني.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې خبریالانو ته ویلي، چې هغه له ایران سره د لیدنې لپاره اسلامآباد ته د امریکایي استازو سفر لغوه کړی دی.
ټرمپ په ټروتپاڼه کې لیکلي: «ما همدا اوس د پاکستان اسلامآباد ته د خپلو استازو هغه سفر لغوه کړ، چې ټاکل شوې وه له ایرانیانو سره وویني. سفر ډېر وخت ضایع کوي، کار هم ډېر دی! سربېره پردې د دوی (ایران) په «مشرتابه» کې کورنۍ شخړې او ګډوډي هم شتون لري. هیڅوک؛ حتا پهخپله ایرانیان هم نهپوهیږي، چې مسوول څوک دی. د شونو کارونو ټول کارتونه له مونږ سره دی؛ دوی هیڅ نلري! که دوی غواړي خبرې وکړي، نو باید یوازې اړیکه ونیسي.»
پزشکیان د پنجشنبې پر ورځ ویلي وه، چې په تهران کې «نه تندلاري شته او نه هم منځلاري» او هېواد د خپل مشر تر شا متحد ولاړ دی.
محمد باقر قالیباف او عباس عراقچي هم په وروستیو ورځو کې همدا پیغام تکرار کړی دی.
دغه راز د بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی، چې خپلو ځواکونو ته یې په لبنان کې د حزبالله پر مورچلو د برید امر کړی، چې دا کار درې اوونیز اوربند نور هم له خطر سره مخ کوي.
تهران د هرمز تنګي لار تر ډېره تړلې ده، چې عموماً د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه تېل او ګاز ترې تېرېږي. په داسې حال کې، چې واشنګټن د ایران د تېلو صادرات بند کړي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ له دې مخکې ویلي وه، چې امریکا د ایران له لوري ځینې پرمختګونه لیدلي او جی ډي ونس پاکستان ته د سفر لپاره چمتو دی. ونس روانه میاشت په اسلامآباد کې د ناکامو خبرو د لومړي پړاو مشري کړې ده.
د امریکا او ایران شخړه، چې اوسمهال هم اوربند روان دی؛ د فبرورۍ پر اتهویشتمه د امریکا او اسرائیلو د هوايي بریدونو سره پیل شوې ده. له برید وروسته ایران پر اسرائیلو، د امریکا پر پوځي اډو او د خلیج پر هېوادونو بریدونه کړي دي.
سیمه ییز خبرونه
ایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.
راپورونه ښيي؛ د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند وضعیت اوس هم ناڅرګند دی، خو ایران په دې سیمه کې خپل واک او څار زیات کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.
د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، چې هر ډول رښتینی اوربند هغه وخت ممکن دی، چې د ایران پر سمندري سوداګرۍ محدودیتونه لرې شي. هغه سمندري محاصره د احتمالي هوکړو څخه سرغړونه بللې ده.
همدارنګه سپاه پاسداران څرګنده کړی، چې دوه بهرنۍ بېړۍ د مقرراتو د ماتولو او د جواز د نشتوالي له کبله درول شوې دي. دغه راز، امنیتي سرچینو خبر ورکړی، چې پر یوې بلې بېړۍ ډزې شوې دي؛ خو کوم زیان نهدی اوښتی.
امریکا دا هڅې «سمندري غلا» بللي او په ځواب کې یې د سمندري محاصرې او د ځینو ایراني بېړیو د نیولو لړۍ روانه ساتلې ده.
دې وضعیت د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې اندېښنې راپارولې او د برنټ اوومو نفتو د هر بېرل بیه یې تر ۱۰۰ ډالرو لوړه کې ده.
دغه راز د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې تر اوسه بېپایلې پاتې دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دې کړکېچ دوام کولی شي د نړیوالې انرژۍ د سوداګرۍ دا لار له جدي خطر سره مخ کړي.
سیمه ییز خبرونه
شهباز شریف د اوربند له غځېدو هرکلی وکړ؛ اسلامآباد د سولې هوکړې هیله څرګنده کړه
شهباز شریف د چارشنبې پر ورځ په یوه پیغام کې ویلي، چې د امریکا له لوري د پاکستان د غوښتنې د منلو او د اوربند د غځولو اقدام ستایي؛ دا کار د نوموړي د څرګندونو له مخې د ډیپلوماټیکو هڅو د دوام لپاره زمینه برابروي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې د ایران او امریکا او اسرائیلو ترمنځ د نښتې د اوربند د غځولو په اړه شوې او له دې اقدامه یې مننه کړې ده.
شهباز شریف د چارشنبې پر ورځ په یوه پیغام کې ویلي، چې د امریکا له لوري د پاکستان د غوښتنې د منلو او د اوربند د غځولو اقدام ستایي؛ دا کار د نوموړي د څرګندونو له مخې د ډیپلوماټیکو هڅو د دوام لپاره زمینه برابروي.
هغه ویلي؛ هیله ده، چې دواړه لوري اوربند روان وساتي او د خبرو اترو دوهیم پړاو به د شخړې په دایمي پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
پاکستانيو چارواکو ويلي، چې د سولې خبرې په اسلامآباد کې د تاوتریخوالي د کمولو او سیاسي حل ته د رسېدو لپاره دوام مومي.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې له دې مخکې ټرمپ ویلي؛ د واشنګټن او تهران ترمنځ اوربند به تر هغه وخته پورې وغځول شي، چې ایران رسمي وړاندیز وړاندې کړي او خبرې اترې پای ته ورسیږي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoشهباز شریف د اوربند له غځېدو هرکلی وکړ؛ اسلامآباد د سولې هوکړې هیله څرګنده کړه
-
تازه خبرونه3 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
-
تازه خبرونه5 days agoسویډن له افغان چارواکو او اروپايي ټولنې سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه همغږي تائید کړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ
-
لوبی4 days agoد یو بل سپورټي پړاو پیل؛ له آریانا ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ تړون لاسلیک شو
-
تازه خبرونه5 days agoد بشري حقونو څار بنسټ نوی راپور؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو زیاتېدا
-
تازه خبرونه3 days agoولس د استخباراتي کړیو د توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او متحد دی -نوراللهنوري

