سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د ړندو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ړندو ته د خدمتونو د وړاندې كولو موسسې مشره ميرمن بنفشه، چې خپله هم د سترگو له نور بې برخې ده؛ وايي:

تراوسه معلولينو خپل اساسي حقونه نه دي ترلاسه كړي.

د نوموړې په وينا:

يو زيات شمېرمعلولين يوازې يوه هيله لري، چې په ټولنه كې د نورو كسانو په شان ومنل شي.

په كابل كې د ړندو د ځواكمنولو بنسټ مشرې ميرمن بنفشې په لومړي ځل د دوشنبې په ورځ(د تلې ۲۵)  د (سپينې لكړې ) يا  د ړندو نړيواله ورځ ونمانځله .

دا ورځ له ۵۰ كلونو را پديخوا د ملگرو ملتونو له خوا نمانځل كيږي .

د كار، ټولنيزو چارو، معلولينو او شهيدانو د چارو وزارت مرستياله ثريا پيكان وايي:

معلولينو ته د حكومت او نړيوالو بنسټونو له خوا شوې پاملرنه كافي نه ده.

هغه وايي:

دې قشرته د خدمتونو وړاندې كول يوازې د حكومت او يا په ځانگړي توگه د كار، ټولنيزو چارو معلولينو او شهيدانو وزارت كار نه دى، بلكې خلك او ټولنه هم د دوى په وړاندې مسووليت لري.

د پېنځه كلنو مخكينيو شمېرو له مخې د افغانستان اووه سلنه نفوس معلولين او معيوبين دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version