سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي نړيواله ورځ ونمانځل شوه
د نوامبر ۲۵ د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي له نړيوالې ورځې سره برابره ده. په دې مناسبت د بهرنيو چارو وزارت په كابل كې يوه غونډه جوړه كړه، چې د هند، قزاقستان، نيپال، بنگله ديش او سنگاپور هېوادونو د ښځو د حقونو فعالين هم ورته را بلل شوي دي.
د غونډې برخه والو كه څه هم د افغانستان په دولتي بنسټونو او ټولنه كې د ښځو رول وستايه؛ خو د ښځو په وړاندې يي د زور زياتي او تاوتريخوالي پرپېښو اندېښنه وښوده.
د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رييس خداداد بشارت وايي، وېره لرو، چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو په وتلو دا ستونزې نورې هم پراخه نشي.
د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو عوامل تر ډېره بېوزلي، نالوستي، ټولنيزې ستونزې، ناوړه دودونه او خراب امنيتي حالت بلل شوى دى.
د ښځو د حقونو فعالين وايي، په حكومت كې دننه ځينې كړۍ نه غواړي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون تصويب او نافذ شي.
د ښځو د حقونو د فعالينو د څرگندونو له مخې، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ورځ تر بلې د پراختيا په حال كې دي.
د دوي څرگندونې ښيي، چې د روان كال په اووه مياشتو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي څه باندې څلور زره پېښې ثبت شوې دي.