سیمه ییز خبرونه
په كابل كې زورواكانو د استوگنې غيرقانوني ښارگوټي جوړ كړي
د كرنې وزارت او كابل ښاروالۍ چارواكي وايي:
په تېرو لس كلونو كې د زورواكانو له خوا د استوگنې غير قانوني ښارگوټي جوړ شوي ، چې له دې وروسته به د كرنې وزارت له اجازې پرته په ښار كې هيچاته د ودانيو د جوړولو جواز نه وركول كيږي. د كرنې وزارت مسووليت لري، چې په كرنيزو ځمكو كې د ودانيو جوړولو مخه ونيسي.
د كابل والي عبدالجبار تقوا وايي:
ځينې داسې كسان شته، چې د خپلو شخصي گټو د ترلاسه كولو په موخه ستر خيانت كوي .
د كابل ولايتي شورا رييس نثارالدين بريالى وايي:
په تېرو لس كلونو كې پر ډېرو كرنيزو ځمكو زورواكانو د استوګنې غيرقانوني ښارگوټي جوړكړي دي.
له بلې خوا د كرنې، مالدارۍ او اوبو لگولو وزير محمد آصف رحيمي د دې ستونزې له تائيد سره وايي:
د كرنې وزارت يو مسووليت پركرنيزه ځمكه د استوگنې د كورونو او ښارگوټو د جوړولو مخنيوى دى. كه حكومت پرشخصي ځمكو د ودانيو جوړولو په چارو كې مداخله وكړي د ځمكې د خاوندانو له غبرگون سره مخ كيږي.
په همدې وخت كې د كابل ولايت د كرنې رياست د شنبې په ورځ(د مرغومي۱۶) په كابل ولايت كې له ۲۸۸ ډېرو پرمختيايي پروژو د اتيا سلنې كار د بشپړوالي په مناسبت يومحفل جوړكړى و.
چارواكي وايي:
د كابل ولايت د كرنې رياست په روان كال كې د څه لپاسه ۱۴،۴ ميليون دالرو په ارزښت انكشافي پروگرامونه درلودل، چې د ښه پلي كيدو له كبله يې په ۱۳۹۲ ل كال كې د پرمختيايي پروگرامونو لپاره ۱۵ ميليون دالرو مالي ملاتړ ترلاسه كړى دى.