سیمه ییز خبرونه

په كندز كې د مستوفيت عوايد ۲۱۶ميليون افغانيو ته رسيدلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كندوز د مستوفيت ادارې په يوه رپوټ كې ويلي:

د۱۳۹۱لمريز كال د اته نيمو مياشتو عوايد د تېركال د ورته مودې په تناسب دولس نيم ميليون افغانۍ زيات شوي دي.

د مالياتو ژرغونډول او د مالياتي چارو د تنظيم لپاره پرمختللى سيستم د عوايدو د ډېروالي عوامل بلل شوي دي.

د كندوز مستوفي سيد عالم سادات وايي:

د مالياتي قوانينو پربنسټ، د هرې مياشتې په وروستيو كې د عوايدو رپوټ بايد په رسمي گڼه كې خپور شي، چې دولت او ماليه وركونكي د مالياتو د زياتوالي او يا هم كموالي په اړه معلومات تر لاسه كړي.

د كندز د مستوفيت ادارې د رپوټ پربنسټ، د عوايدو اصلي سرچينې پرماليه وركوونكيو شركتونو، سرايونو او د دولتي او نا دولتي مامورينو په لوړو معاشونو ټكس لگول دي.

سيد عالم سادات وايي:

په تېرو كلونو كې ماليه وركوونكيو په دې برخه كې لږ معلومات درلودل، چې د مالياتو وركړه د دولت عوايد زياتوي؛ خو اوس په دې برخه كې معلومات ډېر شوي دي.

د كندوز د مستوفي په وينا افغانان اوس هم د گاونډ هېوادونو په تناسب دولت ته لږه ماليه وركوي. په همدې دليل كورنيو مالياتو آن د افغانستان عادي بوديجه هم نه ده ځواب كړې.

Trending

Exit mobile version