تازه خبرونه
په لغمان کې د محبس مدیر له چاودنې ټپي او درې کسان وژل شوي
د لغمان د محبس مدیر د شنبې سهار مهال د ځای پرځای شوي چاودیدونکي توکو له چاودنې ژوندی پاتې شو؛ په داسې حال کې چې درې ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د لغمان والي وياند اسدالله دولتزي ويلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې د شنبې پر ورځ لس نيمې بجې د لغمان د محبس مخې ته د محبس پر مدير چاودنه شوې.
هغه زیاته کړې، چاودېدونکي توکي په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي وه او د ريموټ په واسطه چاودنه ورکړ شوې.
دولتزى وايي، په پېښه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او د محبس مدير او د هغه څلور ساتوونکي ټپيان دي.
تراوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه ندى اخېستى.
تازه خبرونه
ازبکستان او قطر د افغانستان د تلپاتي پرمختګ پر ملاتړ ټینګار وکړ
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمتالله ارګاشوف، په تاشکند کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژسټیک کلتوري او بشري نوښتونو په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
ازبکستان او قطر په ګډه غونډه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان د تلپاتي پرمختګ د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمتالله ارګاشوف، په تاشکند کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژسټیک کلتوري او بشري نوښتونو په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې پر وروستیو تحولاتو، د افغانستان اړوند موضوعاتو او ډېرې همغږۍ اندونه وړاندې کړي دي.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، قطر د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي رغونې د ملاتړ لپاره د تاشکند له پرلهپسې هڅو ستاینه کړې او د سیمهییز ثبات، سیمهییز اتصال او اقتصادي پراختیا په پیاوړتیا کې یې د ازبکستان رول اړین بللی دی.
دواړو لوریو د غونډې په پای کې د خبرو د دوام، د عملي همکاریو د پراختیا او د هغو نوښتونو پر ملاتړ ټینګار هم وکړ، چې له افغانستان سره په تړاو د سولې، اقتصادي پراختیا او د سیمهییز اتصال له پیاوړتیا سره مرسته کوي.
تازه خبرونه
د افغانستان دفاع وزارت هوايي ځواک په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د «داعش» او« شر او فساد » ګډ مرکزونه ویشتي دي
د افغانستان دفاع وزارت هوایي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان د پشين ضلعې د سرانانو په ساحه کې د داعشيانو او شر او فساد په ګډ مرکز هوایي ګوزارونه وکړل.
د افغانستان دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د هېواد هوايي ځواک د سېشنبې پر ماښام(د غبرګولي نهمه) د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعش اړوند مرکزونه او هغه مرکزونه، چې دې وزارت د « شر او فساد » مرکزونه بللي؛ په هوايي بریدونو کې پر نښه کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت هوایي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان د پشين ضلعې د سرانانو په ساحه کې د داعشيانو او شر او فساد په ګډ مرکز هوایي ګوزارونه وکړل.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو بریدونو څخه یو یې د بلوچستان ایالت د پښین ولسوالۍ د سرانانو سیمه پر نښه کړې ده.
ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې له دې مرکزونو څخه پر افغانستان د بریدونو او ورانوونکو فعالیتونو پلانونه جوړېدل او هغه بریدونه همغږي کېدل، چې افغان ملکي وګړي یې پر نښه کول.
یاد وزارت زیاته کړې، د خیبرپښتونخوا ایالت د قمبرخېل او د چترال د شاهسلیم درې د ګرمچشمې په اړوند سیمو کې یې د «شر او فساد » مرکزونه هم د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي.
ملي دفاع وزارت ویلي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ په دغو بریدونو کې د «داعش»غړو، «د شر او فساد غړو» او د هغوی ملاتړو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي او دا عملیات د ملکي وګړو له مرګ او ژوبلې پرته ترسره شوي دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت ټینګار کړی، چې دفاعي ځواکونه به هر هغه ځای پر نښه کړي، چې د افغانستان د امنیت د ګډوډولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
تازه خبرونه
ویاندویان دې له رسنیو سره همکاري پراخه کړي – مجاهد
ذبیخالله مجاهد دا څرګندونې (د سېشنبې پر شپه د چنګاښ نهمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د ویاندویانو د همغږۍ په غونډه کې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ټولو امارتي ادارو له ویاندویانو غوښتي، چې د معلوماتو د رسولو بهیر د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او له رسنیو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
ذبیخالله مجاهد دا څرګندونې (د سېشنبې پر شپه د چنګاښ نهمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د ویاندویانو د همغږۍ په غونډه کې کړې دي.
هغه د معلوماتو د شریکولو او رسنیزې خبرتیا په برخه کې د ویاندویانو له هڅو ستاینه کړې او د هغوی رول یې د خبررسونې د بهیر په پیاوړتیا او انسجام کې اړین او اغېزمن بللی او د دغو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی.
مجاهد له ویاندویانو غوښتي، چې د حکومت د پروګرامونو د بداینې په برخه کې د مطبوعاتو او د «پرمختګ» اوبسایټ له لارې هر اړخیزه او اغېزمنه همکاري وکړي.
هغه د رسنیو رول د معلوماتو په رسولو، د عامه پوهاوي لوړولو، د واقعیتونو انعکاس او د حکومت پر وړاندې د خلکو د باور پیاوړتیا کې بنسټیز او ارزښتناک بللی دی.
-
تازه خبرونه1 day agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
International Sports3 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه3 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
څار4 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
