تازه خبرونه
په لغمان کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژه پرانیستل شوه
ملا برادر د دې پروژې پیل د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام وباله او وایي، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې به د دې سیمې مقاومت نور هم زیات شي.
په لغمان ولایت کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید پروژې عملي کار نن (پنجشنبه د غبرګولي لومړۍ) د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر لخوا پرانیستل شوه.
ملا برادر د دې پروژې پیل د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام وباله او وایي، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې به د دې سیمې مقاومت نور هم زیات شي.
نوموړي ويلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د برښنا په سکتور کې د ځانبسیاینې ترلاسه کولو لپاره دې طرحې ته ورته اړینې پروژې تر کارلاندې نیولي دي.
هغه وایی؛ دا پروژې به نه يوازې د برښنا په توليد کې اغېزمنې وي، بلکې د ملي اقتصاد په پياوړتيا، کار پيدا کولو، پانګونې راجلبولو او خلکو ته خدمات وړاندې کولو او ښه کولو کې هم ډېر اهميت ولري.
اقتصادي مرستیال دا هم ویلي، چې له څه وخت راپدېخوا په ټول هېواد کې د ۲۲۸ میګاواټو څخه ډېر ظرفیت لرونکو اووه مهمو برښنایي پروژو قراردادونه لاسلیک شوي، چې د لغمان لمریزه برښنا پروژه یې هم یوه برخه ده.
ملا برادر د اسلامي امارت اقتصادي سټراټیژي په بهرنیو سرچینو د تکیه کمولو او له کورنیو ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې پر بنسټ ولاړه وګڼله او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان اوسمهال پر وارداتي برښنا ډېره تکیه کوي، چې له کبله یې له هېواده د پام وړ اسعار بهر ته ځي.
هغه همدارنګه امنیت د اقتصادي پروژو د پیل او بریالیتوب لپاره تر ټولو مهم عامل وباله او دا ډاډ یې هم څرګند کړ، چې اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي.
اقتصادي مرستیال د افغانستان د برښنا په سکټور کې پانګوالو ته د پانګونې بلنه ورکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت اړینې آسانتیاوې برابرې کړي او هر اړخیزه همکاري به هم ورسره وشي.
