سیمه ییز خبرونه

په لنډو ورځو كې به كابل د زرګونو قومي مخورو او د خلكو د استازو كوربه وي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د جوړېدونكې مشورتي لويې جرګې د چمتوالي د كميسيون مسئولين وايي، د جرګې د جوړولو لپاره د چمتوالي اتيا سلنه برخه بشپړه شوې ده، دوی همدارنګه وايي، دهمدې اوونۍ په پاى كې به د دې جرګې لپاره د چمتوالي چارې بشپړې شي.

د مشورتي لويي جرګې د چمتوالي كميسيون ویاند حسیني پشه یي وايي:

د دې جرګې د جوړېدو لپاره د چمتوالي لومړني كارونه تقريبا بشپړ شوي دي او په لنډو ورځو كې به كابل د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د زرګونو قومي مخورو او د خلكو د استازو كوربه وي، چې په دې ناسته كې به له امريكا سره پر امنيتي سند سلا مشورې وشي.

ځينې لوري د دې جرګې له جوړېدو سره مخالف دي او دا يوه ناقانونه كړنه بولي، ځيني كارپوهان يي مشروعيت نه مني.

دا جرګه به د لړم د مياشتې په وروستۍ اوونۍ كې جوړه شي، د پوهنتون استاد سيد مسعود وايي، حكومت غواړي چې دا جرګه تر سره كړي. نوموړی ملي شورا ته وړانديز كوي، چې د دې جرګې پر وړاندې مخالفتونه پراخ نه كړي او په كې د ګډون له لارې خپل تاريخي مسئوليت تر سره كړي.

تر څو راتلونكو ورځو به مشورتي لويه چرګه جوړه شي، چې په كې به نږدې درې زره كسان ګډون وكړي، څو د كابل او واشنګټن تر منځ د تاريخي امنيتي سند پر لاسليك سلا مشوره وكړي.

Trending

Exit mobile version