تازه خبرونه
په لوړو دولتي پوستونو کې نوې ټاکنې وشوې
د یاد فرمان پر بنسټ عزیز الرحمن منصور د پروان ولایت والي شو، تورجان احمدي د دایکندي ولایت د والي په توګه او محمد ادریس انوري د پروان پخواني والي د چارواداري عمومي ریاست د کلتوري او ټولنیزو چارو د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبر د حکم پر بنسټ په یو شمېر لوړو دولتي پوستونو کې نوې ټاکنې شوې دي.
د یاد فرمان پر بنسټ عزیز الرحمن منصور د پروان ولایت والي شو، تورجان احمدي د دایکندي ولایت د والي په توګه او محمد ادریس انوري د پروان پخواني والي د چارواداري عمومي ریاست د کلتوري او ټولنیزو چارو د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
همدارنګه امین الله طیب د پکتیکا ولایت د پولیسو قومندان شو، ارسلا خروټي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سیمو د مرستیال په توګه او محمد رباني ناصح د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه معرفي شوي دي.
په دې ټاکنو کې د مرستیال وزیرانو، پولیسو قومندانانو او ولایتي او مرکزي رییسانو پر کچه نورې ټاکنې هم رامنځته شوې دي.
په حکومت کې د بدلونونو ملاتړو ويلي، چې د تجربه لرونکو چارواکو ګومارنه د ادارې د دوام په ډاډمنولو کې مرسته کوي او د ادارې د مشرتابه د تشې مخه نیسي.
اسلامي امارت ویلي، چې وروستي ګومارنې د داخلي مدیریت ښه کولو، د فساد مخنیوي او د خدماتو وړاندې کولو ته وده ورکولو لپاره دي.
شنونکي یادونه کوي، چې د تجربې او نوښت ترمنځ توازن ممکن د دولتي ادارو د اغېزمنتوب ښه کولو لپاره اړین وي.