سیمه ییز خبرونه
په مزارشريف كې يو پراخ سوداگريزمركز گټې اخيستنې ته وړاندې شو
په مزارشريف كې په څه د پاسه شل ميليون ډالرو پانگونې يومعياري سوداگريزمركزجوړاو گټې اخيستنې ته وړاندې شو.
ښاري پراختيا وزيرد دغه مركز د پرانيستې په مراسمو كې وويل، چې:
د مزارشريف ښار د ماستر پلان كار بشپړ شوى او په كې د خلكو لپاره ټولې ښاري استانتياوې په پام كې نيول شوې دي.
په همدې وخت كې د بلخ والي له ملي سوداگرو غوښتي، چې په هېواد كې پانگونې ته پاملرنه وكړي.
دا سوداگريز مركز په يوولس پوړونو كې جوړشوى، چې ټولې آسانتياوې په كې په پام كې نيول شوې دي.
ملي سوداگرابراهيم غضنفر وايي:
په دې مركز كې له شل ميليون ډالرو ډېره پانگه لگيدلې ده.
په همدې وخت كې د بلخ والي عطامحمد نور وايي، چې:
يو شمېرسوداگرشته، چې په هېواد كې په گټلو پيسو په بهركې پانگونه كوي.
هغه له ټولو سوداگرو وغوښتل، چې په هېواد كې په پانگونه د وزگارتيا مخه ونيسي.
د ښاري پراختيا وزيرحسن عبدالهي وايي:
په بلخ كې ريل گاډي پټلۍ، سړكونو او ښارگوټو جوړولو د پانگونې لپاره زمينه برابره كړې ده.
د مزارشريف ماستر پلان بشپړ شوى او په تطبيقيدو به يې تر راتلونكو پېنځلس كلونو پورې د ۲،۵ ميليون كسانو لپاره ښاري آسانتياوې او خدمتونه برابرشي.
بلخ د خپل جغرافيوي موقعيت له مخې، چې منځنۍ آسيا ته په لاره پروت دى؛ په تېره يوه لسيزه كې د پانگونې لپاره ښه ځاى و.
د اتيا كيلومتره ريل گاډي پټلۍ، سلگونه كيلومتره سړك او لوړ پوړيو ودانيو جوړولو په دې سيمه كې د سوداگرۍ په وده كې مهم رول لوبولى دى.
