تازه خبرونه
په مزار شریف ښار کې د امیر علي شېر نوایي د یادګار بیارغونه پیل شوه
د مزار شریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت ویلي؛ دا پروژه به د ښاروالۍ او ځایي خلکو پر همکارۍ د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړه شي.
د بلخ ولایت سیمهییزو چارواکو ویلي، چې په مزار شریف ښار کې د پېنځلسمې پېړۍ د مشهور ادبي او کلتوري شخصیت امیر علي شېر نوایي د یادګار د بیارغونې او ښکلا لپاره د ۱.۵ میلیون افغانیو پر لګښت یوه پروژه پیل شوې ده.
د مزار شریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت ویلي؛ دا پروژه به د ښاروالۍ او ځایي خلکو پر همکارۍ د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړه شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې پروژه کې د کتیبې بیارغونه، د شنې سیمې جوړول، د استوګنې ځایونه، کتابتون او د امیر علي شېر نوایي د ژوند او ادبي کارونو په اړه د معلوماتي تختو لګول شامل دي.
عبدالرحمن همت وایي: “زمونږ هدف د ملي او تاریخي شخصیتونو ارزښتونه ساتل، د ښار ښکلا لوړول او د ښاریانو لپاره کلتوري چاپیریال چمتو کول دي.”
د مزار شریف یو شمېر اوسېدونکو له دې کاره هرکلی کړی او دا یې د کلتوري هویت د ژوندي ساتلو، د تاریخي شخصیتونو د معرفي کولو او د ښار د ښکلا لپاره یو ارزښتناک ګام وباله.
امیر علي شېر نوایي د پېنځلسمې پېړۍ یو مشهور ادبي، سیاسي او کلتوري شخصیت و، چې له خپلو علمي آثارو، شعرونو او کلتوري خدماتو سره د سیمې په تاریخ کې ځانګړی ځای لري.
