تازه خبرونه
په مسکو کې د اسلامي امارت نوي سفیر د سفارت له کارکوونکو سره ولیدل
نوموړي د سفارت له ډیپلوماټانو او کارمندانو سره په ناسته کې ویلي، چې د ورسپارل شوې دندې له مخې به د سفارت چارې په بشپړه ژمنتیا او له کارمندانو سره په پوره همکارۍ ترسره کوي.
په مسکو کې د افغانستان سفارت سفیر او فوق العاده استازي ګل حسن حسن پرون (سېشنبه، د چنګاښ لسمه) د سفارت له کارکوونکو سره د پېژندنې ناسته ترسره او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
نوموړي د سفارت له ډیپلوماټانو او کارمندانو سره په ناسته کې ویلي، چې د ورسپارل شوې دندې له مخې به د سفارت چارې په بشپړه ژمنتیا او له کارمندانو سره په پوره همکارۍ ترسره کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فډراسیون د سفیر منل اغېزمن ګام بولي او تمه لري، چې له دې مهم ګام اخستلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او بېلابېلو برخو کې اړېکي نورې هم پراخي او پیاوړې شي.