تازه خبرونه

په مسکو کې د افغانستان نوي سفیر خپل کار پیل کړ

په مسکو کې د افغانستان د چارسمبالي حکومت سفارت د سې‌شنبې پر ورځ( د غبرګولي دیارلسمه) ریا‌نووستي ته ویلي وه، چې ګل حسن په روسیه کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی دی. روسیې په مسکو کې د افغان سفیر باورلیک هم صادر کړی دی.

Published

on

په روسیه کې د افغانستان د چارسمبالي حکومت سفارت ریا‌نووستي ته ویلي، چې ګل حسن، واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته خپل لومړنی افغان سفیر مسکو ته لېږلی دی.

په مسکو کې د افغانستان د چارسمبالي حکومت سفارت د سې‌شنبې پر ورځ( د غبرګولي دیارلسمه) ریا‌نووستي ته ویلي وه، چې ګل حسن په روسیه کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی دی. روسیې په مسکو کې د افغان سفیر باورلیک هم صادر کړی دی.

په مسکو کې د افغانستان سفارت یوه چارواکي د فرانسي خبري سرچینې ته د هغه راتګ تائید کړی او وایي، چې ګل حسن “ټاکل شوی وه، چې نن راشي.”

ګل حسن د اسلامي امارت تر ټولو لوړ رتبه ډیپلومات دی، چې واک ته له بیا رسېدو وروسته په مسکو کې د افغانستان سفارت ته ګمارل کیږي.

هغه پخوا د پاکستان په کویټه کې د اسلامي امارت د قونسل په توګه دنده ترسره کړې ده.

دا بدلون د مسکو او اسلامي امارت ترمنځ په ډیپلوماټیکو اړیکو کې یو نوی پړاو راپر ګوته کوي؛ ځکه، چې د امریکا پر مشرۍ د ائتلافي ځواکونو له وتلو او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د لویدیځ د ملاتړي افغان حکومت له ړنګیدو وروسته یې کابل بیا ونیو.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم یوه میاشت مخکې ویلي وه، چې روسیې په رسمي ډول د مسکو لپاره د اسلامي امارت د وړاندیز شوي سفیر پر ټاکلو هوکړه کړې ده.

د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم له ایستلو وروسته د دې هېواد د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو دا پرېکړه د روسیې او افغانستان د متقابلو ګټو لپاره یو مثبت ګام وباله.

په دې وروستیو کې د روسیې سترې محکمې د هېواد د لوی څارنوال ایګور کراسنوف پر غوښتنه د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د اسلامي امارت د فعالیتونو بندیز وځنډاوه. دا پرېکړه له اسلامي امارت سره د روسیې د چلند د بدلولو پر لور یو مهم ګام ګڼل کیږي.

Trending

Exit mobile version