تازه خبرونه
په میدان وردګ کې د اردو چورلکه پر رهبري شوي توغندي رانسکوره شوې – پلاوی
د ولسي جرګې د پلاوي د موندنو له مخې؛ د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د اردو چورلکه پر رهبري شوي توغندي لګېدلې او رانسکوره شوې ده.
د دغه پلاوي موندنو په ډاګه کړې، ګې دغه رهبري شوی توغندی په روسیه کې جوړ شوی؛ چین او ایران یې کاپي جوړه کړې ده. د الوتکې د رانسکورېدو سیمه هم په هغه وخت کې له علي پور سره د تړلیو خلکو تر اغېز لاندې وه.
په دې چورلکه کې، چې له نسکورېدو یې نږدې دوه میاشتې کيږي؛ د ملي اردو د ۴ پیلوټانو په ګډون اته سرتېري وژل شوي وه.
د چورلکې له نسکورېدو وروسته ولسي جرګې یو پلاوی بهسود ولسوالۍ ته واستاو، چې د چورلکې د نسکورېدو پېښه وڅېړي.
د پارلماني پلاوي په راپور کې راغلي:
۱ـ دغه چورلکه پر ټانک ضد رهبري شوي توغندیو لګېدلې، چې روسیې جوړ کړی؛ چین او ایران هم کاپی کړی دی.
۲ـ د پېښې پر شپه د سپوږمۍ رڼا صفر وه او یوازې رهبري شوی توغندی پرموخه لګېدلی شي.
۳ـ توغندی پر دودځي لګېدلی او داسې ښکاري، چې همغه تودوخه او د غږ حپې یې څارلی دی.
۴ـ له دې مخکې هم ورته غندي د هوایي ځواک د چورلکو په رانسکورولو کې کارول شوی دي.
۵ـ هغه سیمه، چې توغندی ترې پر چورلکه توغول شوی؛ هغه مهال د علي پور د اړوند کسانو تر څارنې لاندې وه.
۶- د دې پېښې پیلوټان د هوایی ځواک هغه ترټولو غوره او تکړه کسان ول، چې د بالا مرغاب، بادغیس او د کابل د ۴۰۰ بستریز روغتون د بام د ناستې په ماموریتونو کې یې برخه اخیستې وه.
د میدان وردګ ولایت بهسود ولسوالۍ ته د ولسي جرګې د لېږل شوي پلاوي پلاوي غړی علي اکبري جمشيدي ویلي په دې اړه ویلي: زمونږ هڅه دا وه، چې د چورلکېد نسکورېدو په اړه رښتیا په ډاګه شي او په دې راپور کې پېښه پوره او هر اړخیزه څېړل شوې ده.
یو شمېر نورو وکیلان بیا په دې اړه ویلي، چې تر دې دمه دا په ډاګه شوې نده، چې توغندی دی د علی لخوا توغول شوی وي.
د ولسي جرګې غړي احمدشاه رمضان په دې اړه ویلي: د رهبري شوي توغندي د توغولو ځواک علیپور نلري او دا ډول توغندي هم په واک کې نلري.
د ولسي جرګې غړې شګوفه نورزۍ بیا وایي: مونږ د چورلکې د رانسکورېدو په اړه پوه څرګندونونې غواړو او پر وړاندې شوي راپور باید ډېر څه وویل شي او ډېر بحث ته پرې اړتیا ده. په راتلونکیو ناستو کې به دا بحث وغځول شي، چې د نسکورېدو پوره بڼه ترې په ډاګه شي.
که څه هم وسلوال قومندان علیپور د امنیتي چارواکو لخوا د چورلکې پر نسکورولو تورن شوی او له پېښې وروسته یې د نوموړي پر ضد په بهسود ولسوالۍ کې پراخ عملیات هم پیل کړل؛ خو امنیتي ځواکونه و نه توانیدل، چې دغه نامسوول وسلوال قوماندان ونیسي.
