تازه خبرونه

په میدان وردګ کې له سیلابونو ۲۲ کسان مړه شوي او لسګونه نور ورک دي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱, ۱۴۰۲)

د میدان وردګ سیمه ییزو چارواکو د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه شوي او شاوخوا ۴۰ نور ورک یا تر خاورو لاندې دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ سیلابونو په جلریز، چک، سید‌آباد، قر او جغتو ولسوالیو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د ميدان وردګ ولايت د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د مسوولينو د څرګندونو له مخې ويلي، چې په دې پېښه کې ٢٢ کسان مړه شوي او شاوخوا ٤٠ نور ورک یا تر خاورو لاندې دي.

دغه راز سېلابونو سلګونه کورونه څه نا څه یا پوره ويجاړ کړي او د زرګونه جريبو ځمکې کرنيز محصولات يې له منځه وړي دي.

په یادې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سیلابونو له کبله د کابل – بامیان لویه لار او د ولسوالیو نښلوونکې لارې تړل شوې دي.

د یادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زیانمنو ته د لاسرسي لپاره د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي؛ اړوند دولتي ارګانونه او خیریه بنسټونه دې ژر تر ژره د سیمې خلکو ته خپلې مرستې ورسوي او د زیانمن شویو خلکو د درملنې او سرپناه په برخه کې دې جدي اقدامات وشي.

Trending

Exit mobile version