تازه خبرونه
په ننګرهار كې چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
دا چاودنه نن غرمه د جلال آباد ښار د لومړۍ حوزې اړوند په چشمه خانجي سيمه كې شوې ده.
د جلال آباد ښار د لومړى امنيتي حوزې آمرحاجي زريالى وايي چې چاودېدونكي توكي د ولسي جرګې د لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير د كور څنګ ته په يوه لاسي ګاډۍ كې ځاى پرځاى شوي او هغه وخت چاودنه وركړل شوې چې د اېن ار سي موسسې يو موټر له سيمې تېرېده، تراوسه روښانه نه ده چې د چاودنې موخه څوك دي خو چاته په كې زيان نه دى رسېدلى.