تازه خبرونه
په ننګرهار کې داعشیانو له دوه افغانانو سرونه غوڅ کړي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په ننګرهار کې داعش د خلافت په وړاندې د مبارزې په تورد دوه افغانانو سرونه غوڅ کړي دي.
په ننګرهار کې د داعش رسنیز دفتر د دوه افغانانو انځورونه خپاره کړي، چې تېره ورځ ترې دې ډلې له افغان دولت څخه د ملاتړ په تور سرونه غوڅ کړي دي.
داعش ویلي، چې دغو کسانو د دولت له ملاتړو ځواکونو سره د دوی په وړاندې جګړه کړې او پر همدې لامل ترې سزونه غوڅ شوي دي.
دغه پېښه دوه اوونۍ وړاندې هغه مهال رامنځته شوې، چې افغان چارواکو په ننګرهار کې د دې ډلې د یو مشر سعد الاماراتي د وژنې خبر وړاندې کړ.
الاماراتي په افغانستان او پاکستان کې د دې ډلې له رامنځته کوونیکو څخه و، چې د افغان ځواکونو او طالبانو په وړاندې یې د داعش د بریدونو رهبري تر سره کوله.