تازه خبرونه
په ننګرهار کې د “حاجي قدیر ښارګوټي” له ۱۲۳۲ جریبه ډېره ځمکه دولتي اعلان شوه
وزارت نن (دوشنبه د غبرګولي دولسمه) په یوه رسنیزه خبرپانه کې لیکلي، چې د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون له لومړنیو څېړنو او اسنادو راټولولو وروسته قضیه ځانګړې محکمې ته وړاندې کړې وه.
عدلیې وزارت څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د “حاجي قدیر ښارګوټي” ۱۲۳۲ جریبه او ۱۲ بسوې ځمکه دولتي اعلان شوه.
وزارت نن (دوشنبه د غبرګولي دولسمه) په یوه رسنیزه خبرپانه کې لیکلي، چې د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون له لومړنیو څېړنو او اسنادو راټولولو وروسته قضیه ځانګړې محکمې ته وړاندې کړې وه.
په دې خبرپانه کې راغلي، چې محکمې د متصرفانو د اسنادو له بشپړې ارزونې او املاکو دفترونو او اړوند ادارو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته محکمې وړاندې شوي اسناد باطل وموندل او خپله پرېکړه یې اعلان کړه، چې دا ځمکې دولتي ملکیت دي.
دا اقدام د افغانستان اسلامي امارت د پراخ ملي کمپاین یوه برخه ده او غواړي هغه دولتي ځمکې بېرته ترلاسه کړي، چې په غیرقانوني ډول د اشخاصو، زورواکو یا غیر مجاز ګوندونو لخوا غصب شوي دي.