تازه خبرونه

په ننګرهار کې د سختو بارانونو له کبله ۲۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۲)

د ننګرهار ولایت چارواکو ویلي؛ د شنبې پر شپه د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د سخت باران له کبله څلور کسان مړه شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

دغه مرګ ژوبله په کامه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وژل شوي ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي.

دغه راز په دې ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو له کبله شاوخوا ٣٠٠ کورونه هم زيانمن شوي دي.

دغه راز د کامې په ګډون په لعلپوره، ګوشتې، کوز کونړ او نورو ولسواليو کې هم زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه له منځه تللې ده.

په ننګرهار کې له توپان سره یو ځای په یو شمېر شمالي ولایتونو کې سخت باران شوی، چې باغونه او مېوه لرونکي ونې یې زیانمنې کړې دي.

Trending

Exit mobile version