تازه خبرونه
په ننګرهار کې هوايي برید ۵ کسان ټپیان کړل
دا برید تېره شپه د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند د استوګنې پر یوه کور ترسره شوی دی.
د ننګرهار والي دفتر څرګنده کړې، چې په دې ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې د برید له کبله پېنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
دا برید تېره شپه د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند د استوګنې پر یوه کور ترسره شوی دی.
د ننګرهار والي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په ټپیانو کې د درې ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پېنځه ټپیان روغتون ته وړل شوي او د دوی روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ندی.
دغه راز زیاته شوې، چې دې کورنۍ له وسلوالو ډلو سره هیڅ اړیکه نه درلوده او په برید کې د دوی د کور درې خونې ویجاړې شوې دي.
د ننګرهار مرستیال والي عزیزالله مصطفی د برید په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان سوله او ثبات غواړي؛ له ګاونډ هېوادونو سره ښې اړیکې تعقیبوي او په نړیوالو چارو کې خپله بې طرفي ساتي.
هغه خبرداری ورکړ، چې دا ډول کړنې به د سیمې ثبات ته ګواښ رامنځته کړي.