تازه خبرونه

په ننګرهار کې چاودنې اته کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: تله ۳, ۱۴۰۰)

نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند “سراج العمارت ” باغ ته نږدې د اسلامي امارت پر يو موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.

د ننګرهار د رسنیو چارواکي چاودنه او په کې مرګ و ژوبله تائيدوي؛ خو وايي؛ تر دې دمه د تلفاتو جزئيات معلوم ندي.

د پېښې عيني شاهدانو ويلي؛ د طالبانو يو نظامي کاروان له سيمې څخه د تېريدو په حال کې و، چې په ګلدان کې د ځاي پرځاى شویو چاودېدونکیو توکو له چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د حوزوي روغتون سرچينې وايي، د پېښې له ځايه روغتون ته د يوه امنیتي کس مړى او ” اووه ” ټپيان رالېږدول شوي، چې په ټپيانو کې درې عام وګړي او يو د ښاروالۍ کارکوونکى دي.

تر دې دمه د چاودنې پره چا پر غاړه نده اخیستې.

Trending

Exit mobile version