تازه خبرونه
په ننګرهار کې ۳۸ داعش وسلوال ووژل شول
د ننګرهار والي وياند عطالله خوږياڼى وايي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې په تېرو څلیریشت ساعتونو کې د کورنیو ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال اته دېرش داعشیان وژل شوي دي.
هغه وايي،دغه عملیات، چې د شپږ هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې د کوټ په پروشاخېل پل سیمه کې ترسره شوي ترې۲۶ جسدونه هم په سیمه کې پاتي دي.
همدا راز د عملیاتو پر مهال د داعشیانو د وسلو او مهماتو یوه مهمه ډیپو هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.
دغه راز نوموړي رسنیو ته په ډاګه کړې، چې په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پرهوایې بریدد اسلامي دولت یا داعش د دوهقومندانانو په ګډون د دغې ډلې اته جنګیالي وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې په وژل شویو کې یو هم قومندان ځنګل پاچا دی، چې څه موده مخکې یې د دې ولایت یوولس تنه ملکي وګړي پربمونو کینولي وه.
دا په داسې حال کې ده، چې دغې ډلې پرون د دهمزنګ په څلورلاري کې د روشنایي جنبش پر لاریونکوونکیو د خونړي برید پړه په غاړه واخیسته.
په دې برید کې ۸۰ کسه وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان دي.