سیمه ییز خبرونه

په ننگرهار كې د اى دي ايف دوه پروژې پرانستل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په ننگرهار ولايت كې د چرگانو يو فارم او د كرنيزو محصولاتو د ساتنې يوه سړه خونه پرانيستل شول.

د مسوولينو په وينا:

پر دغو دوه پروژو نږدې لس ميليونه دالر لگښت راغلى دى.

دغه پروگرام په دې موخه پيل شوى، چې په افغانستان كې د كوكنارو د كركيلې له مخنيوي سره مرسته وكړي.

د كرنې او كليو د پراختيا پروگرام ( اى دي ايف) په افغانستان كې د چرگانو د فارمونو او د كرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو د جوړولو دنده لري.

دغه پروگرام د كرنې، له نشه يي توكو سره د مبارزې، د كليو د بيا رغونې او پراختيا او ماليې وزارتونو په ګډو هڅو پرمخ ځي.

له نشه يي توكو سره د مبارزې وزير ضرار احمد عثماني، د كرنې وزير محمد آصف رحيمي، د كليو د پراختيا او بيا رغونې وزير ويس احمد برمك او د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال ننگرهار ته د پنجشنبې په ورځ(د مرغومي۱۴) په خپل سفر كې د كامې ولسوالۍ د چرگانو فارم او د بهسودو د كرنيزو محصولاتو د ساتنې سړه خونه پرانيستل.

د ننگرهار والي گل آغا شېرزى وايي، چې په دې ولايت كې د كرنې پرمختگ او غوړيدا ته مناسبې زمينې برابرې دي.

هغه غوښتنه وكړه، چې د دغه ولايت كروندگرو ته دې د كرنې د ودې لپاره  لازمې لارښوونې تر سره شي.

د اى دي ايف پروگرام د ننگرهار په شپږ ولسواليو، بلخ او بدخشان ولايتونو كې پلى كيږي. د دغه پروگرام له لارې به تر راتلونكيو درې كلونو پورې د شپږ پنځوس ميليون دالرو په لگښت بېلا بېلې پروژې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version