تازه خبرونه

په ننگرهار كې د طالبانو او داعش له جگړو تر ۴۰۰ كورنې بې ځايه شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د داعش جنگیالیو په ننگرهارکې د یوې میاشتې په موده کې شاوخوا لس ولسوالیو سیمې، چې د طالبانو تر واک لاندې وې ونیولې.

داعش په لومړيو کې له خلکوسره نرم چلند کاوه؛ خو وروسته یې په ځینوسیموکې د دولتي ملاتړو په نوم له څوتنوسرونه پرې کړل، چې دې کار طالبان بېرته غښتلي کړل او داعش بېرته مات شو.

په ختیځ کې د۳۰۱زون د سرحدي پولیسو قومندان جنرال ولي خان شینواری   وايي، دمگړۍ یوازې په درې سرحدي ولسوالیو کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي، چې دواړو غاړو ته په کې درنده مرگ و ژوبله اوښتې ده.

د ننگرهارامنیه قومندانۍ مرستیال قاري امیرخان لیوال وايي، د جگړې سیمې ته د طالبانو ملاتړ ته له لوگر او نورو سیمو وسلوال ورغلي او داعش ته له پورې اورکزیوکسان ورټول شوي.

د سیمو ځایي اوسیدونکي وایي، د وسلوالو تر منځ له نښتو ځايي خلك هم زيانمن شوي او له تېرې اوونې را په ديخوا په اچین، نازیانو او سپین غر ولسوالیو کې شاوخوا۷۰ کسان وژل شوي او۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي.
د ننگرهار والي سلیم خان کندوزی وايي، د بې ځایه شویو شمېر له ۴۰۰ ډېردی او د د واړو ډلو د ځپلو عملیات پیل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په یادو ولسوالیو کې د داعش جنگیالیو پر مركزونو په هوايي بريدونو كې د دغه ډلې د څولومړۍ درجه مشرانو په گډون ۱۴۴وسلوال وژل شوي؛ خو تراوسه په حالاتو کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی. خبریال: رحمت الله زیارمل.

Trending

Exit mobile version