سیمه ییز خبرونه

په ننگرهار ولایت كې د بيات بنياد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له اړو او بېوزله خلکو سره د بيات بنياد د ژمنيو مرستو کاروان ننگرهارولایت ته هم ورسید. د مرستو د وېش په دې لړۍ كې دا ځل بیات بنیاد په ننگرهارکې له بېرته راستنو شویو سلگونه کورنیو سره د خوراکي توکیو، ژمنیو کالیو او کمپلومرسته وکړه.

ننگرهار ته راستنې شزې بېوزله کورنۍ پر جلال آباد ښارسربېره په یو شمېر ولسوالیو کې میشتې دي، چې له گڼو ستونزو سره مخ دي.

د بیات بنیاد  لوى مشرسناتور انجنير احسان الله بیات، چې دغه مرستې پخپله  پر اړو خلکو ووېشلې وویل، چې:

د مرستو دا لړۍ به په نږدې راتلوونکې کې نورو سیمو ته هم وغزول شي.

مرسته شويو كورنيو له بیات بنیاد څخه مننه وكړه او وايي:

دا لومړنى خیريه بنسټ دی، چې هر كال  له اړو خلکو سره دغه ډول مرستې کوی.

دوى له نورو خيريه بنسټونو وغوښتل، چې د بيات بنياد په څير له اړو کورنیو سره مرستې وكړي.

د ننگرهار د کډوالو چارو ريیس غلام حیدرفقیرزی وايي:

بیات بنیاد یو حیریه بنسټ دی، چې په ننگرهار کې له کډوالو سره دغه ډول مرسته کوي.

نوموړي له بیات بنیاد څخه د نورو ورته مرستو اوهمکاریو غوښتنه وكړي.

د بیات بنیاد مشر سناتور احسان الله بیات وايي:

موږ یوازې پر دغو مرستو بسنه نه کوو. هڅه کوو، چې پر دې مرستو سربېره په ننگرهار کې یو شمېر نور عامه خدمات هم د خلکو په غوښته او همغږۍ  وړاندې شي.

بيات بنياد له جوړيدو راهیسې په افغانستان كې د ژمنيو مرستو پروگرام پيل كړى او هرکال له زرگونه کورنیوسره دغه ډول مرستې کوي.

سربېره پر دې دې بنياد په هېواد کې لسگونه ښوونځي، روغتونونه او نورعامه تاسیسات هم جوړکړي او د هر ډول طبيعي پېښو پر وخت يې له اړو خلکو سره بیړنۍ مرستې کړي او اوس هم دا لړۍ روانه ده.

Trending

Exit mobile version