سیمه ییز خبرونه
په ننگرهار کې د ځمكو د غصب لړۍ د شاه امان الله خان ترمقبرې ورسیده
د مشرانو جرگې ريیس وايي:
په ننگرهار کې د ولایتي چارواکو د بې غورۍ له كبله دغصب لړۍ د غازي امان الله خان ترمقبرې رسیدلې او ځینې کسان غواړي، چې اميرشهید بڼ غصب کړي.
د اميرشهید بڼ دغصب په اړه وروسته له هغې اندېښنې زیاتې شوې، چې د داکتر نیک محمد په نوم یو کس په نوموړي بڼ کې پخپلسر د یوال جوړول پیل کړل.
د مشرانو جرگې ريیس فضل هادي مسلیمیار وايي:
په ننگرهار ولايت کې د سیمه يیزو چارواکو د بې کفایتۍ له كبله د دولتي ځمکو د غصب لړۍ ښه په تیزۍ روانه ده.
نوموړي څرگنده كړه، چې:
د امان الله خان او ځينو نورو پخوانیو واکمنو په نومونو یاد شوي ځایونه ملي شتمنۍ دي او هیڅوک یې د خرڅون او یا غصب کولو حق نه لري.
دغازي امان الله خان لور شهزادکۍ هندیه، چې د همدې اندېښنو د څېړلو په موخه ننگرهار ته رسيدلې او د غازي امان الله خان په مقبره کې يې رسنیو ته وویل، چې:
د امير شهيد بڼ د دوی شخصي ملکیت دی، خو اوس د ملت شتمني ده. ولس باید پرینږدې، چې دغه او یا نورور ته باغونه څوک غصب او یا خرڅ کړي.
نوموړې وايي:
دمگړۍ داکترنیک محمد نومى یو کس د دغه بڼ د جوړولو لپاره وکیل ټاکل شوی دى.
د جلال اباد د خلکو د ټولنیزې شورا ريیس داکتر مسعود ساپی، چې پلار یې گل شاه ساپى د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د وخت ښاروال و وايي، چې د اميرشهید، سراج الامارت، کلیکسون او نور اړوند بڼونه دولتي ملکیتونه او ملي تاریخي شتمنۍ دي.
ساپى زياتوي:
د دغو بڼونو په اړه اسناد شته او هیڅوک د دې ځمکو د شخصي ملکیت دعوه نه شي کولی.
ساپی له ولس څخه غواړي، چې د دغه ډول ملي شتمنیو ساتنه وکړي.
د یادونې وړده، چې په دې وروستیو کې د ځينو سیمه يیزو چارواکو په مرسته په ننگرهارکې د دولتي ځمکو د غصب لړۍ تر دولتي بڼونو، ښوونځيو، د پوهنتون تر ځمکو او نورو دولتي تاسیساتو رسیدلې ده.
ځايي خلک وايي، که دغصب د دې لړۍ مخه ونه نیول شي؛ نو نږدې ده، چې د دولتي تاسیساتو تر څنگ د خلکو په شخصي ملکیتونو هم نوې قبالې جوړې اوغصب شي.